فراه چارواکي: طالبانو يوه پوسته نيولې- دوه ملي پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۷) د فراه امنيتي مسئولين وايي، طالبانو د دغه ولايت په پشترود ولسوالۍ کې په يوه پوسته بريد کړی، په ترڅ کې يې پوستې سقوط کړی او دوه ملي پوليس وژل شوي دي.

د پشت رود ولسوال غوث الدين پېښه تاييدوي وايي، په دغې نښته کې دوه پوليس وژل شوي او يو بل ټپي دی.

نوموړی وايي، د پوليسو وسلې او نور مهمات طالبانو له ځان سره وړي دي.

طالبانو د بريد مسئوليت په غاړه اخيستی وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي: (دفراه پشترود په ملا امان کلا سیمه کي پوسته فتحه ۳ پولیس قتل ۵ میله وسله دمجاهدینولاس ته ورغله)

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button