سرچینه: اکرم خپلواک د علماؤ د رابللې غونډې ویناوې تحریف کړې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۷ فرید افغان)

تیره ورځ د سولې عالي شورا د سولې اړوند یوې مشورتي ناستې ته له ټول هیواد څخه شاوخوا ۷۰۰ افغاني علماء وربللي و، ترڅو په هیواد کې د تلپاتې سرتاسري سولې دراتګ او د سولې پر وړاندې د شته خنډونو په اړه ترې سلا مشورې او نظرونه واخلي.
په غونډه کې د هیواد ټولو رابلل شویو علماؤ او روحانیونو په یوه غږ وویل چې د سولې په مخ کې لوی خنډ د بهرنیانو نظامي حضور دی او ترڅو چې هغوی ونه ایستل شي هیوادوال به د امن په ټغر را یوځای نه شي.
د علماؤ له ډلې یو ګډونوال کابل ټکي کام ته وویل چې د هیواد ټولو رابلل شویو علمي څیرو په یوه غږ داخبره وکړه چې د بهرنیانو نظامي حضور بایدختم شي او دخبرو اترو لپاره یې د قطر دفتر ترټولو ښه اومناسب ځای وباله ترڅو هلته د دوه اړخیز میکانیزم او د سرتاسري امن د راتګ په باب خبرې وشي.
د نوموړي ګډونوال په خبره؛ د دوی له نظرونو اومشورو وروسته د غونډې مشر او دسولې شورا اجرایه رئیس اکرم خپلواک د دوی ورکړي نظرونه برعکس اعلان کړل .
زیاتوي؛ علماؤ پر دوهمه ورځ دخپلواک د دې نتیجه ګیري پرضد راپورته شول او خپلواک ته یې وویل چې موږ دا نظر نه لرو بلکه د هیواد سرتاسري علماء د روانو غمیزو لوی لامل د بهرنیانو نظامي شتون بولي او که دې معضلې پایښت ونه موند دا لړۍ به همداسې روانه وي .

د علماؤ په غبرګون کې خپلواک وویل چې طالبانو د بهرنیانو په نشتون کې هم دجګړو له لارې واک تر لاسه کړ نوکه څوک د بهرنیانو له خروج وروسته د طالبانو د جګړو د توقف ذمه واري مني موږ به نتیجې سمې اعلان کړو.
علماؤ یې په ځواب کې وویل چې موږ د ذمې اخیستلو لپاره نه یو راغلي بلکه یواځې مشورې ورکولو ته را غوښتل شوي یو.
علماؤ په ټینګه له خپلواک څخه وغوښتل چې باید ددوی دریځونه معکوس نه کړي خو خپلواک د بهرنیانو د فشار له امله رسنیو ته په کامل ډول هغه څه سرچپه اعلان کړل کوم چې د علماؤ غوښتنه او مشوره وه.

په پریکړه لیک کې له بهرنیانو پرته پر داخلي جوړښتونو، او یوشمیر نورو ټکو ټینګار شوی.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button