جوزجان: داعشیانو ۱۲ ملا امامان نامعلوم ځای ته له ځانه سره وړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی۸ فرید افغان)

د جوزجان ولایتي شورا غړې حلیمه صدف وایي؛ داعشي ملیشو په دې ولایت کې د جوماتونو ۱۲ ملا امامان له ځان سره نامعلوم لوري ته وړي دي.

د جوزجان ولایتي شورا غړې حلیمه صدف

د نوموړې په خبره؛ یاد امامان په دې جرم وړل شوي چې احناف و او په خبره یې چې دې ډلې په تیر کې هم ورته امامان وړي او بیا یې وژلي دي.
صدف ویلي؛ لاهم د یادو امامانو برخلیک نه دی معلوم.
په همدې حال کې نوموړې د دفاع وزارت د لوی درستیز هغه خبرې رد کړې چې ویلي یې و، په افغانستان کې د روسیې د سفیر د ۱۰ زرو داعشي ملیشو د وجود ادعا دروغ ده او په خبره یې چې په ټول افغانستان کې ټولټال ۲۰۰۰ داعشیان شتون لري.
نوموړي روسی سفیر رواني ناروغ بللی و.
د ولایتي شورا غړې حلیمه صدف په وینا؛ ۲ زره تنه داعشیان یواځې د جوزجان په دو ولسوالیو کې فعالیت کوي چې ۴۰ سلنه یې بهرني اتباع تشکیلوي.
صدف د افغان حکومت هغه ادعا هم رد کړه؛ چې ګواکې په دې دواړو ولسوالیو کې یې د داعش ډلې پرضد عملیات پیل کړي.
د نوموړې په خبره؛ تر اوسه په ټول جوزجان کې د داعشیانو پرضد هیڅ کوم عملیات نه دي پیل شوي او دا ادعا مطلق دروغ ده.
په تیر کې هم د دې ولایت ولایتي شورا ادعا کړې وه چې په په درزاب او قوشتپه ولسوالیو کې د داعش ډلې په اتباعو کې زیاتره دمنځنۍ آسیا د هیوادونو او فرانسې اتباع دي.
ولایتي شورا ویلي و، داعش ډله دخپلو خارجي انجینیرانو په توسط په دې ولایت کې په منظمه توګه د قیمتي زیرمو په لوټ بوخت ده او اکمالات یې هم امریکایي الوتکې تر سره کوي.
د یادونې وړ ده چې اونۍ وړاندې د روسیې سفیر ضمیرکابلوف هم په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې امریکایانو او ناټو ځواکونو لا تر اوسه هم داعشیانو ته دناپیژانده الوتکو د اکمالاتو په اړه قانع کونکی ځواب نه دی ورکړی .
شنونکي وایي امریکا اوځینې اروپایي هیوادونه هڅه کوي داعش ډله دهیواد شمالي ولایاتو ته نقل کړي تر څو له یوه پلوه یې په مټ د هیواد خوندي زیرمې لوټ کړي او له بل لوري د دې ډلې په توسط د منځنۍ اسیا هیوادونه نا امنه کړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button