مصر: په کلیسا برید کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۸ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د مصر د پلازمینې قاهرې په جنوب کې د د حلوان په ښار کې «مارمینا» په نامه یوه کلیسا برید شوی چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د مصر د روغتیا وزارت ویاند ویلي چې په دې حمله کې تولټال ۱۰ تنه وژل شوي.
د اناضول خبري اژانس د راپور ترمخه؛ د مصر د اورتودکس کلیسا ورته ویلي چې په دې برید کې د یوه پولیس په ګډون ۹ تنه مسیحیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
برید داسې مهال شوی چې په یاده کلیسا کې د نوي کال مراسمو ته تیاری روان و.
اسکای نیوز د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې د بریدګرو یوې ډلې دحلوان په ښار کې میشتې کلی



