په نظر پوښتنه عمل به ارګ هاګ ته انتقال کړي

سرليکنه
په هالنډ کې د هاګ نړيواله محکمه هر کال په خپلو غړو هېوادونو کې د ډول ډول جرمونو د پلټونو راپورونه خپروي. په تېرو کلونو کې یې په افغانستان کې د امريکايي پوځونو له جرمونو پرده پورته کړه چې په زندانونو کې یې افغان زندانيانو ته شکنجې ورکړې وې. خو دا پرده هغه وخت پورته شوه چې د باګرام زندان افغان حکومت ته سپارل شوی ؤ.
د هاګ نړيوالې محکمې مشرې، فاتوبينسودا، تېر کال ويلي و چې په افغانستان کې به له نورو جنګي جرمونو هم پرده پورته کړي، چې په وينا یې پوره شواهد په لاس کې لري. خو دا چې د دې جنګي مجرمينو په اړه څه ډول پرېکړه کېږي، څه وخت به پرې ثابتېږي،او څه وخت به دا محکمه د عدالت عملي کار پيلوي، څرګنده نه ده.
د جنګي جرمونو د څېړنو نړيواله محکمه هاګ (آى سي سي) په ٢٠٠٢ميلادي کال په هالنډ کې جوړه شوې ده. غواړي د تاسيس له نېټې راوروسته په خپلو غړو هېوادونو کې د جنګي جرمونو پلټنې وکړي. افغانستان په ٢٠٠٣ ميلادي کال د دې محکمې غړيتوب ترلاسه کړی دی. ځکه خو ياده محکمه له ٢٠٠٣راپدېخوا په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه خپلې څېړنې کوي.
د هاګ محکمې اوس يو ځل بيا په خپله ځانګړې پاڼه کې له افغانانو وغوښتل چې په افغانستان کې د جنګي او بشري ضد جرمونو په اړه د راروانې جنوري تر ٣١مي نېټې پورې ورته معلومات ورکړي. دې محکې په خپله پاڼه کې ويلي چې په پښتو، دري او انګرېزي ژبو ورته په برېښناليکونو خبر ورکړي.
که ياده محکمه د افغانانو نظر واخلي، په عمل کولو یې درناوى وکړي، نو ارګ خو به ټول د هاګ محکمې ته انتقال کړي؛ ځکه په ارګ کې مېشت، ترې راچاپيره، مشوره ورکوونکي ، ورته ورغلي، او ورسره ملاتړي ټول جنګي مجرمين دي. ولس به په افغانستان کې پاتې شي او حکومت به یې د هاګ محکمې ته انتقال شي. که له افغان ولس سره د ظلمونو پوښتنه د هاګ په محکمه کې وشي، موجوده حکومت به له منځه ولاړ شي. ځکه د جرم په مقابل کې ورته بايد وړ سزا ورکړل شي او ارګ ټول له جنګي مجرمينو ډک دى.
د جنګي جرمنو د پلټنو محکمه شايد يواځې د مجرمينو د پلټونو او تورونو دنده ولري. که یې جنګي مجرمينو ته د جرم برابره سزا ورکولاى، په افغانستان کې به يو کمونست، تنظيمي او خپلمنځي جګړه ماران او په زندانونو کې افغان زندانيانو ته په نه جرم مرګونې سزا ورکوونکي امريکايي پوځيان ژوندي نه واى پاتې.
د هاګ محکمه د افغانستان په شمول ١٢٢ غړي هېوادونه لري. د جوړېدو له پیله ېې لس څېړنې کړې دي او په نورو څېړنو کار کوي. که ياده محکمه له عدالته کار واخلي، په افغانستان کې به مجرمينو ته په سزا ورکولو د افغانانو زړونه ترلاسه کړي. په ارګ کې د خپلو خپلو دورو ظالم واکمن له افغان سره د کړو ظلمونو له امله د سزا وړ دي.



