امریکا او هند کې سختې اورلګیدنې ګڼ کسان د اور خوراک کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۸ فرید افغان)

د نیویارک ښار پولیسو رسنیو ته ویلي؛ چې په دې ښار کې د یوې ۵ پوړیزې ودانۍ په لاندیني پوړ کې اورلګیدنه رامنځته شوې چې په لږ ساعت کې یې ټوله ودانۍ سوځولې
چارواکي وایي په دې اورلګیدنه کې ۱۲ تنه وژل شوي او لس تنه نور ټپیان دي.
د دې ښار د صحت چارواکو ویلي؛ د ټپیانو له ډلې یې د ۴ تنو حالت نازک دی.
بل پلو د هندوستان په ممبیي ښار کې د موسیقي په یوه پروګرام کې اور لګیدلی چې لسګونه تنه پکې مړه او ژوبل شوي دي.
د هند چارواکو رسنیو ته ویلي؛ په دې پیښه کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي دپیښې ډیری قربانیان ښځې تشکیلوي.
د پیښې له ځایه ۱۵۰ تنه روغ رمټ ایستل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button