کندهار: داخلي بريد کې يو پوليس او دوه افسران وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۹) د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې يوه پوليس د افغان پوځ يو سرتیری او دوه افسران په ډزو سره وژلي دي.

د ميوند ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال سلطان محمد وايي، پېښه د يادې ولسوالۍ د سوق ادارې په مرکز کې رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي، د شپې په يوه بجه يوه پوليس په خپلو ملګرو ډزې وکړې، چې د يو عسکر په ګډون دوه افسران يې ووژل او وروسته يې خپله هم ځان د تومانچې په ډزو وواژه.

سلطان محمد وايي، بريد کوونکي پوليس له تېرو اتو کلونو راهيسې د پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کوله.

تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی، خو پوليس وايي په دې اړه يې څېړنې پيل کړي دي.

تر دې مخکې هم د افغان پوځ په ليکو کې ورته ډول پېښې رامنځته شوي، چې د يو شمېر بريدونو مسئوليت طالبانو په غاړه اخيستی خو د دې بريد په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.

طالبانو تر دې وړاندې په ځينو خبرپاڼو کې څرګنده کړې، چې د افغان پوځ ، ملي اردو، ملي پوليسو، سرحدي پوليسو په ليکو کې يې نفوذي کسان شته او د موقع نه په استفاده په بهرنيو او داخلي چارواکو بريدونه کوي او ځينې يې د پوځي مرکزونو او پوستو په نيولو کې ورسره مرسته کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button