طالبان وايي، روان کال کې يې ۷۵۰۳ لوی او واړه بريدونه ترسره کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۹) طالبان وايي، په روان کال کې يې په هېواد کې په بهرنيو او داخلي عسکرو، پوستو، پوځي مراکزو، ولسواليو، قومندانيو او قل اردوګانو له اووه نيم زرو زيات ستر او کوچني بريدونه ترسره کړي دي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، د دوی ځواکونو په روان کال کې په بهرنيو او داخلي ځواکونو ۷۵۰۳ لوی او واړه بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې سلګونو بهرنيو عسکرو او زرګونو داخلي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د احمدي په خبره، په دې راپور کې په دقيق ډول کره معلومات راټول شوي، زياتوي يواځې ۴۸ يې د سرتيرو بريدګرو له لوري شوي او پاتې نور لوی او واړه وسله وال بريدونه دي.
راپور زياتوي، د ۲۰۱۷ميلادي کال د ۷۵۰۳ بريدونو په پايله کې ۲۸۹ بهرني ځواکونه وژل شوي او ۱۲۴ نور ټپيان دي.
د راپول له مخې، په دغو بريدونو کې ډیری ځاني مرګ ژوبله دولتي عسکرو، پوليسو او استخباراتي کارمندانو ته اوښتې ده، په وينا يې (چې د تیر کال په جریان کې (۱۴۹۳۸) عسکر، پولیس، استخباراتي کارکونکي او اربکیان وژل شوي، (۹۴۳۰) نور ټپيان شوي دي.)
طالبان وايي، په وژل شويو کې ۴۰۸ تنه قومندانان دي، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د جګړو، نښتو او بريدونو په پايله کې يې ژوند له لاسه ورکړی دی.
په راپور کې د افغاني عسکرو، پوليسو او استخباراتي کسانو د زياتې مرګ ژوبلې لامل په جګړو کې د بهرنيو ځواکونو څخه مخکې تګ یاد شوی زياتوي چې (د امریکايانو ترمخ د سپر په ډول استعمالیدل).
يوسف احمدي وايي، په دې موده کې له دولتي ليکو ۴۱۹۶ عسکر، پوليس، اربکيان او نور نظامي کسان د دعوت ارشاد کمېسيون په هلو ځلو دوی ته تسليم شوي او په خبره يې دغو کسانو له ځان سره ۳۲۳ ميله درنې او سپکې وسلې او په زياته اندازه مهمات او پوځي توکي هم ور وړي دي.
راپور زياتوي، په تېر يو کال کې تر ۲۹۷۶ پورې رينجر، ټانګونه او نور دولتي نقليه وسايط ويجاړ شوي، دغه راز شل الوتکې نسکورې شوي، چې له جملې يې ديارلس چورلکې- طيارې او ۷ بې پيلوټه او کشفي الوتکې دي.
طالبان وايي، په تېر يو کال کې يې له دولتي ځواکونو څو ولسوالۍ، پوستې- پوځي مرکزونه او زياتې سيمې هم نيولي دي.



