د روسیې او سوریې لخوا پر ادلب او الغوطة ښارونو باندې درنه بمباري او وژنې

د الجزیرة نه په مننې

عزیر اسدخیل

تیره یکشنبه د ادلب ښار په جنوب کې د روسیې الوتکو په بمباریو کې ۷ عام کسان ووژل شول او یو زیات شمیر په کډه کولو مجبور شول، دمشق ته څیرمه په الغوطة الشرقیة کې ۴ ملکي وګړي ووژل شول او په همدې حال کې د وسله والو مخالفینو ډلو د الغوطة په جګړو کې پرمختګ کړی.

د الجزیرة استازی وایی چې ۷ کسان چې له جملې نه یې دوه ښځینه دی ووژل شول او یو شمیر نور ټپیان شول چې روسي الوتکو د کفر سجنة او الهلبة ښارونه چې د ادلب جنوب ختیځ ته پراته دي بمبار کړل، چې له کبله یې یو زیات شمیر هستوګنځایونه ویجاړ او مالي زیان یې هم اړولی دی.

استازی زیاته کړه چې په بل هوایی برید کې د معرة النعمان او معرة حرمة او التمانعة او الخوین او تل سلموا او سنجار سیمی چې ادلب ته څیرمه پرتې دی هم د بمباریو هدف ګرځیدلی، چې یو زیات شمیر خلک یې وژلی او ټپیان کړی او ودانۍ یې په کنډوالو بدلې کړي.

همدا راز د روسي الوتکو په بې شمیره بمباریو سره د ادلب جنوب ته د ابوالظهور هوایی ډګر هم بمبار کړی، او په توپونو او توغندیو یې هم ویشتلی، او په تل سکیک او عطشان کلیو کې اوس هم جګړې روانې دي، چې د رژیم ځواکونو خپل جنګیالي هڅولی څو د مخالفو وسله والو دفاعي خطونه مات او هوایی ډګر ته ځانونه ورسوي.

دغه بمباري او جګړې د دی سبب شوی چی نورې کورنۍ هم په کډو کولو مجبورې شي سره له دې چې هیڅ ډول مرستې هم ورسره نه کیږی او نه د پناه ځای مدرک لري، نږدي پنځه زره کډوال په داسې کمپونو کې ځای پر ځای شوی چې سخت بشري ناورین یی رامینځته کړی.

په الغوطة الشرقیة کې د الجزیرة استازی وایی چې نږدی ۴۰۰۰ ملکي خلک د اسد رژیم د حکومت لخوا د توپونو په ډزو او په بې شمیره روسي بمباریو کې وژل شوی او زیات شمیر نور ټپیان شوی دی.

نظامي سرچینو الجزیرة ته ویلي دی چی مخالفو وسله والو په حرستا ښار کې ځینې سیمي نیولی او د رژیم د فوځ د مرستو لاري یې پرې کړی چې نه ټانکونه ورتلی شي نه فوځي مرستی او نه هم تخنیکی کسان.

مخالفینو د عربین او حرستا ښارونو تر مینځ نښلوونکی لاره هم نیولي، اوس رژیم هڅه کوي څو خپل له لاسه ورکړی سیمې بیرته ونیسي.

الغوطة الشرقیة هغه کلا بند شوی سیمه ده چې د پنځو کلونو راهیسي دغې سیمې ته د اسد رژیم لخوا هیڅ ډول روغتیایی چوپړ او درمل نه ورپریښودل کیږی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button