وکيلان: نيمروز کې د ايراني ځواکونو عمليات د شرم خبره ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۲) د افغانستان د ولسي جرګې غړو په نيمروز ولايت کې د ايران د سپاه پاسداران ځواکونو عمليات کول نقد کړل او دا يې د نړيوالو ځواکونو په موجوديت کې د شرم وړ کار وباله.
د جرګې مشر فضل هادي مسلميار وويل: په نيمروز کې د ايراني ځواکونو له لوري عمليات کول په افغانستان کې ميشتو نړيوالو ځواکونو ته لوی شرم دی.
د ولسي جرګې يو شمېر استازو له بهرنيو چارو وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې په دې اړه دې د ايران سفير ور وغواړي او پوښتنې دې ترې وشي.
دغه راز د ولسي جرګې يو بل غړي محمداجان منګل، د عملياتو په تاييد وويل چې دوه ورځې وړاندې دايران سپاه پاسداران ډلې په نيمروز کې خپلسري عمليات کړي دي.
د يکشنبې په ورځ د ايران د تسنيم خبري اژانس د دغه هېواد د چارواکو له قوله ويلي و، د نيمروز ولايت څخه د ايراني ځواکونو په عملياتو کې د حاجي ملک په نوم يو ايرانی انجينير د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او پنځه تنه اسنان تښتوونکي يې هم له ځان سره ايران ته وړي دي چې څېړنې ترې روانې دي.
د قدس ډلې يوه قوماندان محمد ماراني تسنيم اژانس ته ویلي، چې دا ایرانی انجینر ۱۶ ورځې وړاندې د ایران د هامون او زابل ولایتونو د لارې په اوږدو کې سړي تښوونکو تښتولی و.
تر اوسه دا نه دي ويل شوي، چې دغه ايرانی انجينير د افغانستان خاورې ته په څه هدف راغلی و، خو د تسنيم اژانس د خبر له مخې نوموړي انجينير د سپاه پاسداران ځواکونو سره د قراردادي په توګه کار کاوه.
که څه هم د دفاع وزارت وياند دولت وزيري او د نيمروز والي محمد سميع تسل په دغه ولايت کې د ايراني ځواکونو عمليات رد کړي، خو د ولسي جرګې غړو په ټينګار سره ويلي، چې د دغې مسلې په اړه دې جدې څېړنې وشي.



