
علماء څوک دي ؟
ليکنه : عبدالغفور خليلي
علماء د دې امت هغه برخه ده ، چې الله تبارک وتعالى يې په خپل سپېڅلي کتاب قران عظيم الشان کې په دې الفاظو سره ستاينه کړې ده ، ﴿يَرْفَعِ اللهُ الَّذِينَ ءَامَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا العِلْمَ دَرَجَاتٍ واللهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ (١١)﴾[سورة الـمجادلة] الله تعالى له تاسو څخه د هغو کسانو درجې لوړوي چې ايمان يې راوړى ، او په ځانګړي ډول د هغو خلکو چې علم يې ورکړى دى ، او الله تعالى ستاسو له اعمالو خبر دى ،
يو بل ځاى داسې فرمايي : ﴿شَهِدَ اللهُ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ وَالْمَلاَئِكَةُ وَأُولُوا العِلْمِ قَائِمًا بِالقِسْطِ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ العَزِيزُ الْحَكِيمُ (١٨)﴾[سورة ءال عمران] شاهدي ورکړې الله تعالى ، ملايکو او اهل علم چې دهغه پرته بل معبود برحق نشته ،
په دې مبارک ايت کې د الله د ذات او ملايکو څخه وروسته د علماوو يادونه شوې ده ، همدغه د دوى د فضيلت ، شرافت او لوړي مرتبې لپاره بسنه کوي ،
الله تعالى علماء د نورو سره برابر نه دي ګرځولي ، په زمر سورت کې فرمايي : ﴿قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لاَ يَعْلَمُونَ (۹)﴾[سورة الزمر] اې پېغمبره ! ووايه : ايا هغه کسان چې علم لري او هغه چې علم نه لري برابر دي ؟ نه هيڅ کله نه په الله سوګند دوى هيڅ کله نه دي برابر ، علماء خو د الله تعالى په احکامو پوهه او عمل کوونکي دي او له هر چا څخه دوى له پروردګار نه زيات وېرېدونکي دي ، همدغه وېره د تقوى له امله رامينځ ته کيږي ، عزت او شرف د الله په نزد د تقوى له امله دى ، الله تعالى فرمايي :﴿إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ (١٣)﴾[سورة الزمر] بېشکه مکرم له تاسو څخه د الله جل جلاله په نزد هغه څوک دى ، چې د تقوى خاوند وي ،
او انسان د علم له امله متقي جوړېداى شي ، ځکه هغه د خپل علم له برکته هغه څه چې الله جل جلاله پرې واجب کړي ادا کوي يې او له څه څخه يې چې منع کړى ځان ترې ساتي ،
د عالم په اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي :العُلَمَاءُ وَرَثَةُ الأَنْبِيَاءِ علما د انبياء عليهم السلام وارثان دي ، پوښتنه دا ده ، چې څه شى له انبياوو څخه علماوو ته په ميراث کې پاتي شوى ، په خپله رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي :وَإِنَّ الأَنْبِيَاءَ لَمْ يُوَرِّثُوا دِينَارًا وَلاَ دِرْهَمًا إِنَّمَا وَرَّثُوا العِلْمَ فَمَنْ أَخَذَ بِهِ أَخَذَ بِحَظٍّ وَافِرٍ ، انبياء عليهم السلام په خپل ميراث کې دينار او دراهم نه دي پرېيښي ، هغوى په ميراث کې علم پرېيښى دى ، پس چا چې علم واخيست هغه ډېره لويه برخه واخسته ،
د عالم مرتبه له عابد نه هم ډيره لوړه ده ، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : [ فَضْل العَالِمِ عَلَى العَابِدِ كَفَضْلِ القَمَرِ عَلَى سَائِرِ الكَوَاكِبِ ] د عالم فضيلت پر عابد داسې دى لکه د سپوږمۍ فصيلت پر ستورو باندې ، وجه يې علماوو دا ښوودلې ده ، چې د عالم نفع عامه وي ، هر يو ترې برخمن وي او د عابد نفع يوازې خپل ځان ته رسيږي ،
همدا وجه ده چې امام شافعي رحمةالله عليه فرمايي : د علم زده کړه تر نفلي عباداتو غوره ده ،
په خپله انبياء عليهم السلام به هم خلک علم ته رابلل ، د ابن ماجه روايت دى ، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ابوذر رضى الله عنه ته وفرمايل : [ يَا أَبَا ذَرٍّ لأَنْ تَغْدُوَ فَتَتَعَلَّمَ بَابًا مِنَ العِلْمِ خَيْرٌ لَكَ مِنْ أَنْ تُصَلِّيَ أَلْفَ رَكْعَةٍ أَيْ مِنَ النَّوافِل ]
اې ! ابوذره ! که ته په داسې حالت کې سهار کړې چې د علم يو باب دي زده کړى وي ، دا ستا لپاره د زر رکعته نفل لمونځونو څخه غوره دى ،
يو بل ځاى رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي :مَنْ يُرِدِ اللهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ ـ[رواه البخاري] چې د انسان د نيکبختۍ او د هغه سره د الله جل جلاله د خير د ارادې نښه دا ده ، چې د دين پوهه ورنصيب کوي ،
د عالم د علم اثر له مرګه وروسته هم پاتي کيږي ، د علم په زده کړي سره شريعت ژوندى پاتي کيږي ، او د اسلامي امت د شعائرو حفاظت کيږي ، همدا وجه ده چې الله تعالى خپل خوږ پېغمبر ته په قران کريم کې د لا زيات علم غوښتلو امر کړى دى ، الله تعالى فرمايي : [وَقُلْ رَبِّ زِدْنِي عِلْمًا (١١٤)]
او ووايه اې پېغمبره ! زما پروردګاره زما په علم کې زياتوالى راوله ،
مونږ هم بايد د خپل نبى عليه السلام لار تعقيب کړو ، علم حاصل کړو ، خپلي حوصلې لوړي کړو ، د دنيا عزت او د اخرت لوړي درجې په همدې علم کې دي ، د ځان ، مال ، اولاد ، ښارونو ، هيواد حتى د اسلام ساتنه مو په همدې علم کې ده ،
وَفَّقَنِي اللهُ وَإِيّاكُمْ لِما يُحِبُّ وَيَرْضَى.أَقُولُ قَوْلِي هَذا وأَسْتَغْفِرُ الله.



