لوګر: د طالبانو په کمين کې پنځه عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۲) د لوګر ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې د طالبانو د کمين په ترڅ کې پنځه دولتي سرتيري وژل شوي دي.

د لوګر د امنيې قومندانۍ وياند شاپور احمدزی وايي، پېښه نن سهار اته بجې د يادې ولسوالۍ اړوند د دهنو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي وويل، طالبانو په ياده سيمه کې د ملي اردو د ګزمې موټر ته کمين نيولی و، چې پر مهال يې نښته رامنځته شوې او درې پوليسو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د هغه په وينا، په پېښه کې يو ملکي کس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

له بله پلوه د لوګر د والي وياند سليم صالح باختر اژانس ته د پنځو پوليسو وژل کېدل تاييد کړي دي.

صالح زياته کړه، په بريد کې د پوليسو رينجر موټر په مکمله توګه ويجاړ شوی دی.

تر اوسه د دې برید په اړه طالبانو څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې په سيمه کې طالبانو د ورته ډول بريدونو مسئوليت په غاړه اخيستی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم طالبانو د دغه ولايت د نرخ ولسوالۍ په ودانۍ ډله ييز وسله وال بريد کړی و، چې د طالبانو په وينا له کبله يې دوه پوليس ووژل شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button