امریکا د شمالي کوریا د ولسمشر څرګندونو ته بیلابیل غبرګونونه ښودلي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۳ فرید افغان)

د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون له وینا وروسته امریکا د نوموړي څرګندونو ته بیلابیل غبرګونونه ښودلي دي.

د نوموړي هغه ګواښوونکې خبرې ته چې په وینایي د اتومي وسلو بټن‹‹دوکمه›› یې په کاري میز ایښې او که اړتیا شوه د برید کولو دریغ به ونه کړي، امریکایی مشر ټرمپ ویلي ‹‹دا راکېټي سړی دې څوک وپوهوي، چې زما پر مېز هم لویه بټنه شته چې ستا تر بټن قوي او د اعتماد وړ ده ››

خو دنوموړي دې څرګندونو ته چې ګواکې هیواد یې له جنوبي کوریا سره مذاکراتو ته تیار دی، په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې نیکي هیلي غبرګون ښوودلی او هغه یې غیرقانوني بللې.
هیلي ویلي؛ تر څو چې شمالي کوریا د اتومي وسلو څخه د لاس اخیستلو تضمین نه وي کړی، تر هغو به دا ډول خبرې په رسمیت ونه پیژني.
هیلي زیاته کړه؛ موږ دې ته انتظار یو چې دا هیواد د کوم بل اتومي توغندي آزموینه وکړي، ترڅو پرې لا سخت او قوي بندیزونه ولګوو.
د امریکا د بهرنیو چارو ویاندې هیتر نوئرت هم د دواړو هیوادونو د مذاکراتو په اړه اندیښنه ښودلې او ویلي یې چې له امریکا پرته به دا جوړجاړی هیڅ نتیجه ونه لري.
بل لور ته د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي آنتونیو ګوتریش د شمالي کوریا دا اقدام چې جنوبي کوریا ته د ۲۰۱۸ کال په ژمنیو المپیکي سیالیو کې لوبغاړي لیږي مثبت بللی او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د خپل منځي جوړجاړي غوښتنه کړې.
امریکا داسې مهال د دواړو کوریاوو ترمنځ په احتمالي جوړجاړي اندیښنه څرګندوي چې اونۍ وړاندې د امریکا او جنوبي کوریا ترمنځ لوی پوځي تمرینات هم د جنوبي کوریا په غوښتنه په نیمایي کې ودرول شول او د دې هیواد ولسمشر شمالي کوریا ته د بې شرطه او قید څخه دخبرو د پیل وړاندیز وکړ.
په کوریا ټاپووزمه کې دواړه هیوادونو خپل منځي جوړجاړي ته لیوالتیا ښوودلې خو امریکا یې په سیمه کې د خپلو ګټو د تحفظ په موخه مخه نیسي او مخالفت یې کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button