پولیس د خلکو په خدمت کې که د خلکو په اذیت کې؟

ډاکټر آصف

له څو کلونو راهیسې د کابل –  غزنی او غزني پکتیکا پر لویو لارو اربکي پولیسو د خپلو پوستو له موجودیت نه په استفادې سره د خلکو جیبونه لوټل، لوټي یې او لا هم دوام ورکوي، سره له دې چې د پکتیکا اوغزني خلکو په وار لاسپوڅی حکومت ته شکایت وکړ او د خلکو شکایتونه او آن لاریونونه د شمشاد او نورو تلویزیونونو پر پردو خپاره هم شول، خو دغه زوروونکې لړۍ لا هم دوام لري خو په دومره توپیر سره چې پخوا به اربکي پولیس له خپلې پوستې نه سرک ته راوتل بار لرونکي موټر او د تیلو ټانکر به یې درول او په څرګنده به یې ورڅخه پیسې اخیستې، خو اوس یې په ډیر حکیمانه ډول سره د قطاع الطریقۍ دغه بڼه بدله کړې ده.

اوس یې ټول بار وړونکي موټرو موټروانان په دې پوهولي دي چې باید خپل موتر د هرې پوستې سره تم کړي او ښه په سړیتوب له خپل موټره راکوز شي او د پوستې خواته ولاړ شي هلته به د پوستي څخه یو پولیس ورته د پړي په واسطه یو سطل له خپلې چوکي دار خانې نه راکوز کړي، موټروان به پیسې په هغه سطل کې وغورځوي او اربکي پولیس به دغه سطل بیرته خپل ځآن ته پورته خواته کش کړي، پیسې به وشماري چې پوره وي نو موټروان ته به اجازه ورکړي څو بیرته د خپلې لارۍ پر لوري حرکت وکړي او خپله لارۍ بوزي.

پرته له دې که هره بار لرونکي لارۍ او یا ټانکر د پوستې خواته تم نه شو نو اربکي پولیسو ته خپل قوماندان اجازه ورکړي څو پر لارۍ او ټانکر ډزې وکړي او د ډزو دلیل باید دا ووایی چې دغه لارۍ مشکوکه وه او زمونږ لخوا د ودریدو امر ورته وشو خو ونه دریده نو ځکه مو پرې ډزې وکړې.

نو موټروانان د ډزو له ویرې مجبور دي چې خپله لارۍ د هرې پوستې وخواته پخپله ودروي او دغني ګوډاګي رژیم دغو قطاع الطریقو پولیسو ته خاورې ایرې ورکړي. پرته له دې هم یې لارۍ د ویشتو او سوځیدو خطر لري او هم یې بار کړي اجناس د سوځیدو خطر لري او هم ورته د سر خطر متوجه دی.

سره له دې دغه لاسپوڅې او منحوسه اداره بیا د خپلو پولیسو پر ودانیو لیکي چې پولیس دخلکو په خدمت کې!؟!!؟

اوس دې قضاوت ګران لوستونکي وکړي چې آیا دغه پولیس د خلکو خدمت کوي که د خلکو جیبونه شکوي او قطاع الطریقي  کوي؟؟؟

دا چې ټول خلک له دغه ناورین نه خبر دی نو دولت ولې له دې قطاع الطریقۍ نه اطلاع نلري؟ حتما به یې لري خو ټول سره مشترک المنافع دي ځکه یو پر بل غرض نه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button