د ولسمشر ټرمپ ټويټ، د سياستوالو او پاکستاني چارواکو غبرګونونه

راپورتاژ: الماس خدرخېل—– د امريکا ولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۸ميلادي کال په لومړۍ ورځ د پاکستان په اړه ټويټ وکړ چې ورسره همهاله په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نيکې هيلې په دغه هېواد د مرستو بندولو اعلان هم وکړ، چې تر څنګ يې د پاکستاني چارواکو او يو شمېر امریکايي او افغاني سياستوالو غبرګونونه له ځان سره لرل.

ولسمشر ټرمپ په خپل ټويټ کې د دوشنبې په ورځ وويل: “امریکا په تېرو ۱۵ کلونو کې پاکستان ته په احمقانه توګه تر ۳۳ میليارده زيات ډالر مرسته ورکړې، خو دوی موږ ته په بدل کې له درواغو او تېر ايستلو پرته بل هېڅ نه‎دي راکړي، په خبره يې دوی زموږ مشرانو ته د احمقانو فکر کړی وو او ترورېستانو ته خوندي ځايونه ورکوي چې موږ یې په افغانستان کې په نخښه کوو، خو دا کار به دوام ونه‎کړي.”

د ټرمپ له ټويټ وروسته پاکستان په دې اړه توند غبرګون وښود او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف د جيو تلويزيون سره په يوه مرکه کې وويل، چې پاکستان دې د افغانستان په مسله کې له ديپلوماسۍ څخه کار واخلي نه له پوځي لارې.

خواجه اصف وويل، امريکا په افغانستان کې خپلې ماتې په غوصه کړې او اوس يې مسئوليت پر پاکستان اچوي.

دغه راز د پاکستان د ملي امنيت کميټې د يوې بېړنۍ غونډۍ وروسته په يوه خپاره کړي بيان کې وويل، په افغانستان کې ګډې ماتې مسئوليت بايد پر پاکستان وانه چول شي، ځکه چې دا به په راتلونکې کې د سولې هلو ځلو ته زيان واړوي.

همدارنګه د پاکستان د لومړي وزير شاهد خاقان عباسي له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، پاکستان به د نه توجه کېدونکو ادعا سربېره د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ته ژمن وي.

زياتوي، افغانستان کې سياسي کړکيچن حالت، اداري فساد، د نشه يي توکو د توليد زياتوالی او د حکومت له ولکې د زياتو سيمو وتل هغه څه دي چې اوس پکې بېلابېلو وسله والو ډلو مرکزونه او پټنځايونه جوړ کړي چې د سيمې هېوادونو ته يې هم ګواښ پېښ کړی دی.

دغه راز د ډونالډ ټرمپ د ټويټ په غبرګون کې پاکستان په اسلام کې د امریکا سفير ډيوېډ هېل هم احضار کړی و.

په ورته وخت کې د پاکستان د تحريک انصاف مشر عمران خان هم د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو پرضد غبرګون ښودلی او زياته کړې يې ده، چې ټرمپ په افغانستان کې له حقايقو نا خبره دی او د دغه هېواد په اړه هيڅ معلومات نه لري، په وينا يې چې ټرمپ له سره د تروريزم ضد جګړه باندې پوهېږي نه.

عمران خان روانه جګړه پردۍ بللې زياتوي، چې په دغه جګړه کې پاکستان ډېرې قربانۍ ورکړي، د پاکستان اقتصاد سخته ضربه خوړلې او نږدې اويا زره کسان پکې وژل شوي دي.

هغه وايي، ټرمپ د پاکستان د دښمنانو له خوا ناسم پوهول کېږي او د هغوی له لوري په ورکول شوې تګلاره کار کوي.

د پاکستان د ملي امنيت کمېټې له بيان او د دغه هېواد له غبرګون وروسته په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نيکې هيلې رسنيو ته وويل: امريکا پر پاکستان د ۲۲۵ ميليونه ډالرو مرستې ورکړه ځنډولې ده.

هيلې زياته کړه، پاکستان له کلونو راهيسې له امريکا سره لوبه کوي، هغو وسله والو ته يې ځآی ورکړی چې پر افغانستان کې پر بهرنيو سرتيرو بريدونه کوي او دا د امريکا اوسنۍ ادارې ته د منلو نه ده او ټرمپ به په دې اړه نور اقدامات هم وکړي.

خو د پاکستان دفاع وزير خرم دستګير له بي بي سي سره په خبرو کې وويل، چې امريکا د مرستو بندولو له کبله پر پاکستان خپله خوښي نه شي تپلی او په وينا يې چې امريکا دې په افغانستان کې له ناکامۍ وروسته پر پاکستان تورونه نه پورې کوي.

هغه دا خبره رد کړه چې ګنې امریکا پاکستان ته د حقاني ډلې پرضد د عملياتو لپاره نيټه ټاکلې زياتوي چې پاکستان اتومي ځواک دی هيڅوک داسې خبرداری نه شي ورکولی.

د پاکستان دفاع وزير وويل، اوس مهال د اسلام اباد او واشنګټن اړيکې د دوستۍ او دوښمنۍ له چوکاټه وتلي دي په خبره يې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي همکاري نږدې ختمه ده.

چین بیا د پاکستان ملاتړ کړی او د بهرنیو چارو وزارت ویاند یې ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد له نړیوالو هڅو سره د پام وړ همکاري کړې.

د یادونې ده، چې د سپینې ماڼۍ ویاندې  ويلي، چې په راتلونکو ۲۴ یا ۴۸ ساعتونو کې به پاکستان ته د مرستو په اړه پرېکړه وشي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button