ملي امنیت: په کابل ښار کې د داعشیانو یوه دلګۍ ونیول شوه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۳ فرید افغان)

د افغانستان د ملي امنیت ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې؛ د کابل ښار په مربوطاتو کې یې د داعش ډلې یوه ۱۳ نفري ډله نیولې ده.
خبرپاڼه کې ویل شوي؛ په نیول شویو کسانو کې څو تنه بهرني اتباع هم شامل دي، خو د اړوندو هیوادونو وضاحت یې نه دی شوی.
د امنیت ملي له خوا خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي؛ دې ډلې پلان درلود چې په کابل کې لویې ‹‹تروریستي›› حملې ترسره کړي.
خبرپاڼه کې نه دي راغلي چې یاده ډله د کابل په کومه سیمه کې نیول شوې ده.

دا کسان داسې مهال نیول کیږي چې څو ورځې وړاندې همدې ډلې دکابل په دشت برچي سیمه کې په یوه رسنۍ او ښونیز مرکز خونړی برید تر سره کړ چې پکې تر ۴۰ ډیرکسان ووژل شواو لسګونه نور ټپیان شول.
دیادونې وړ ده چې تیره اونۍ د روندسبز ګوند مشر او دملي امنیت پخواني مشر امرالله صالح ویلي و چې ملي امنیت په کابل کې د داعش تر ۲۰ ډیر افراد نیولي چې ټول دحکمتیار د ډلې افراد دي .
نوموړي ویلي و، چې حکومت یې له دې کبله نه رسنیز کوي او دوسیې یې نه رسمي کوي چې دحکومت او حزب اسلامي تر منځ دشوې موافقتنامه نقض پکې رانه شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button