د کندهار څخه څلوېښت ټنه مميز هندوستان ته صادر شول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۳) چارواکي وايي، د کندهار ولايت د هوايي دهليز له لارې د هندوستان هېواد ته څلوېښت ټنه مميز (کشمش) صادر شول.
د دغې ولايت د اقتصاد رئيس محمد رحیم رحيمي رسنيو ته وويل، د روان کال له پيل راهيسې د هوا له لارې ۱۳۴ ټنه وچه ميوه بهر ته لېږدول شوې ده.
هغه زياته کړه، په دې وروستيو کې له افغانستان څخه د هوا له لارې هندوستان ته په صادراتو کې زياتوالی راغلی دی، په خبره يې د بندرونو تر څنګ د هند سره هوايي دهليز هم د صادراتو په پراختيا کې ډېره مرسته کوي.
د هند او افغانستان تر منځ د هوايي دهلېز له پرانستې وروسته دا د کارګو پنځم پرواز دی، چې د کندهار نړیوال هوايي ډګر څخه هندوستان هيواد ته تر سره کېږي.
د افغانستان او هندوستان تر منځ د هوايي دهليز پرانستنې د هيواد پر اقتصاد مثبت اغېز کړی او د افغانستان وچه او لنده مېوه په ډيرې اسانۍ سره تر نړيوال بازار رسېدلی شي.



