ننګرهار: ناټو وایي دتیرې ورځې په بمباریو کې ملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څیړنې کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۳ فرید افغان)
تیره ورځ د ننګرهار ولایتي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې د دې ولایت په هسکه مینه ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو په هوایي برید کې ۶۰ داعشیان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
پر همدې مهال سیمیزو سرچینو رسنیو ته ویلي و، بهرنیانو د ګورګورۍ، شينکۍ او انګوره سیمې بمبار کړې دي چې تر ۱۰ زيات عام ولسي خلک وژل شوي او نږدې ۲۰ تنه نور ټپيان دي.
ناټو ځواکونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کوي خو زیاتوي چې؛ په دې هکله به څیړنې وکړي.
په كابل كې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت د مطبوعاتي دفتر مسوول ‹‹ټام ګريسبيک›› رسنیو ته ویلي، د دغې پېښې په اړه د حقايقو پيدا كولو لپاره يې له افغان ځواکونو سره په ګډه کار پيل کړى دی.
پر همدې مهال د ننګرهار چارواکي د ملکیانو وژل نه تائیدوي او ویلي یې دي چې په بمبارۍ کې ټول وژل شوي د داعش ډلې افراد دي.
سیمیز خلک وایي؛ امریکایي الوتکې یې د داعشیانو په پلمه په لوی لاس د دوی میشت ځایونه په نښه کوي.
دا لومړی ځل دی چې ناټو دملکي مرګ ژوبلې د څیړنې خبر ورکوي تر دې وړاندې په لسګونو ځله ملکي وګړي، افغان عسکر د ناټو ځواکونو په هوایي بریدونو کې په نښه شوي خو نه یې په اړوند بهرنیانو کوم سپیناوی کړی او نه یې هم پر وړاندې افغان چارواکو د غندنې جرئت کړی دی.



