هلمند او ننګرهار کې دولس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۳) د ننګرهار ولايت په غني خيلو او د هلمند ولايت په واشير ولسوالۍ کې دولس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

لومړنۍ پېښه په غني خېلو ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله رامنځته شوې ده، چې په ترڅ کې يې د يوې کورنۍ يو کس وژل شوی او پنځه تنه نور ټپيان دي.

يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، دغه هاوان مرمۍ د امنيتي ځواکونو له لوري وار شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند وايي، نن دوه بجې ځانګړو ځواکونو د يادې ولسوالۍ مربوط د ۲۷ ويالې په سيمه کې عمليات کړي، زياتوي چې په سيمه کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وخت ناوخت د امنيتي ځواکونو د هاوان او لويو توپونو بریدونو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبلې اوړي، چې امنیتي مسئولين يې پړې پر وسله والو طالبانو اچوي.

له بله پلوه د هلمند د والي وياند عمر ځواک رسنيو ته ويلي، چې نن له غرمې وروسته د واشير ولسوالۍ په سنګينلام سيمه کې د ملکي وګړو پر سراچه موټر د ماين چاودنه شوې، په ترڅ کې يې دوه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د دواړو پېښو مسئوليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button