په کابل کې د ‹‹سپیو›› د روزنې او خرڅلاو لومړی مرکز پرانیستل شو
په کابل کې د ‹‹سپیو›› د روزنې او خرڅلاو لومړی مرکز پرانیستل شو
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۵ فرید افغان)
چارواکي وایي چې د بهرنیانو په غوښتنه او د روغتیا وزارت په ځانګړې توجه یي دلومړي ځل لپاره په کابل ښار کې د سپیو دخرڅلاو لوی مرکز پرانیسته.

د دې مرکز مسؤلین وایي « افغان جرمن شیفرد›› په نامه د سپیو د روزنې خدمتونو له پرانیستې ډیر خوښ دي او په دې اړه یې د روغتیا او کار او ټولنیزو چارو له وزارتونو څخه رسمي جواز لیکونه هم اخیستي دي.


مسؤلین وایي؛ دا مرکز به د سپیو بچیان له جرمني څخه افغانستان ته رانقلوي او له څومیاشتنۍ روزنې وروسته به یې پلوری.پر دې مرکز باندې ۶ افغان سوداګرو پانګونه کړې چې پکې د سپیو خاص ډول «ژرمن شیفرد» واردوي او د هر روزل شوي سپي قیمت له ۵ تر ۱۰ زرو دالرو پورې رسیږي.دا مرکز ټولټال ۱۱ داکتران لري ترڅو دسپیو پر وخت معالجه وکړي.

په دې مرکز کې د سپیو ګمارل شوی داکټر ذبیحالله دانش
رسنیو ته وویل؛ چې موږ په ټولنیزو رسنیو کې له یوې ټولپوښتنې وروسته د دې مرکز دپرانیستې په اړه اقدام وکړ.
د مرکز مسؤلین وایي؛ دلته د سپیو هر ډول دوا او واکسین وجود لري او آن دسپي د ښکلا عملیات هم پکې ترسره کیږي.
د ژرمن شیفرد په نامه سپي د لومړي ځل لپاره د المان پوځ په ۱۸۹۹ کې وکارول چې دخپل استعداد او وفادارې له مخې یې ډیر ژر شهرت پیداکړ .
د اسلام مبارک دین د سپي له ساتلو منع فرمایلې خو په هیواد کې د لویدیځوالو کلتو او کلچر ټول هغه څه پر افغانانو ومنل کوم چې ترې اسلام یې نه خوښوي



