جوزجان: داعشیانو ته د بندي ملاامام دخلاصون په موخه ورغلي سپینګري بمبار شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۵ فرید افغان)
وروسته ترهغه چې د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ ځایي خلک اړشول ترڅو د داعشي وسلوالو څخه دخپل بندي ملا امام سپارښتنې او خلاصون په موخه چې داعشیانو څو ورځې وړاندې نیولی و، په جوزجان ولایت کې د داعشي ملیشو ځایي مرکز ته ورشي، امریکایي چورلکو بمبار کړي او ګڼه مرګ ژوبله یې ور اړولې.
د فاریاب ولایت ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي چې په دې هوایي برید کې ۱۰ ولسي خلک وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
سرچینې وایي؛ داعشي ملیشو یاد ملا امام حنفي مذهب ته دژمنتیا په تور د جوزجان د درزاب ولسوالۍ ته وړی و.
د فاریاب د شیرین تګاب دسیمې ځایي مشران دخپل ملا امام دخلاصون په موخه د داعش ډلې قوماندان حکمت الله ته ورغلي و چې دنوموړي په نشتون کې یې د قاري شجاع په نامه د نوموړي له مرستیال سره د خپل امام دخلاصون خبره کوله چې ورباندې هوایي برید ترسره شو او دڅو تنو داعشیانو په ګډون ګڼ ولسي خلک ووژل شول.
د معمول تر مخه د ایساف ځواکونو داځل هم د ملکیانو په وژنه غبرګون نه دی ښوودلی.
د جوزجان د ولایتي شورا غړې حلیمې صدف اونۍ وړاندې ویلي و چې په دې ولایت کې ۱۲ ملاامامان دې ډلې په دې جرم چې هغوی احناف و، بندیان کړي .
چې له ډلې یې ۳ تنه وژل شوي او د نورو برخلیک لا هم نه دی معلوم.
د یادونې وړ ده چې دا ډله په افغانستان کې چې ۹۹ سلنه یې احناف دي هڅه کوي ترڅو دعربو وهابي عقیدې ته لار هواره کړي.
او په همدې موخه اوس ځایي ملا امامان ترور کوي



