جواد څارګر
لکه څنګه چې امریکایي یرغلګرو د افغان جګړې لپاره دخپلو هغو پوځیانو انتخاب وکړ، کوم چې زموږ ټولنه کې په حرمونو پېژندل کېږي؛ کټ مټ یې د افغانانو له منځه هم هغسې اوباشانو او پس فطرته جنګیالي، د اشغال انډېوالان کړل.
دغو جنګیالو د امریکایانو درضایت لپاره په افغان ځلموټو، هغسې ناوړه نخرې وکړې چې دتاریخ سترګې ورته سپېنې شوې. زرګونه افغان ځلميان ددغې اوباشانو مردکیو وخوړل، او زرګونه نور یې له ژوند، او روزګار بېزاره کړل.
دکندهار رازق چې نن یې وار ـ پار خطا دی او له خولې زګوړي بادوي؛ یوه زمانه دیرغلګرو اهمه مُهره وه. د امریکایي یرغلګرو دخوشنودۍ لپاره یې هره ناروا وکړه، آن د امریکایانو په ایماء، او رضایت یې شخصي زندانونه او تعذیب خونې جوړې کړې، او دکندهار هر با احساسه ځوان یې دخپل وحشت او بربریت ښکار کړ. په هیڅ ونه شرمېد، تر دې چې دکندهار ښار دیوې لیکوالې او شاعرې په کور یې اوباشان ورمرش کړه، غوښتل یې دخپل هؤس ښکار یې کړي، خو کله چې مقابل لوری مخالفت ورسره کوي په ډېره بې رحمۍ، او مرموزه توګه خور ورته په شهادت رسؤي.
رازق دطالبانو آزار وواهه؛ دا همغه رازق دی چې دطالبانو شهیدان یې په ټانکونو پورې کشؤل، او دجسدونه توهین یې ورته کاوه.
دا همغه رازق دی چې دطالبانو عداوت کې یې ټول انساني، افغاني او اسلامي ارزښتونه پایمال کړل خو نن چې دلیونۍ ارمان پوره دی، په غټو ـ غټو تېږو یې ولي، او خپل هغه ناوړه اعمال چې ده دیرغلګرو درضایت لپاره کؤل، ورته بلا ګرځېدلي دي.
زه درازق سره کومه همدردي نه لرم مګر پر حال یې افسوس کوم، زه درازق په ذلت او ذلالت خواشینی نه یم، خو په انجام یې خواشینی ځکه یم چې له خپل آقا، دخپل رذالت سزاء ګالي.
آه، او افسوس دهغه چا پر حال چې د یرغلګرو دخوشنودۍ لپاره خپل ولسونه وژني، او پخپلو ولسونو دباور پر ځای په پردیو یرغلګرو باور کوي.
له دوی نور امریکایانو ته خیر نشته، دوی خپل ورسپارل شوی تمثیل اداء کړه، په روانه سیناریو کې ددوی همدومره کردار وو؛ پس له دې، دوی امریکایانو ته په ضرر دي، امریکایان پوهېږي چې دوی اوس پخپلو هم خولې لګوي ځکه یو ـ یو په تېږو ولي، او له پښو یې غورځوي.
رازق، عطاء، دوستم، او امثالهم دطالب او ددې مظلوم ملت آزار وهلي دي، دوی ټولو دیرغلګرو درضایت لپاره هغه ناوړه اعمال ترسره کړي چې هره خوله په ښېرا ورپسې خلاصه ده.
دا هر یو به دهغه سپېڅلي او پاک طالب آزار وهي، چې له ډېرې مجبورۍ یې کتاب قات کړ، ترڅو دمېړني افغان سپین جبین دغلامۍ له توره داغه وساتي.
په همدې هیله دغربي استکبار مقابلې ته راووت او په لوږه او تنده، په تش لاس او تشه ګېډه یې مقاومت پیل کړ، خو دغرب دغو کرایه قاتلانو، او وحشیانو یې زخمي وجود، په غربي سپیو وداړه، او نیم ژوانده یې په ټانکونو پورې کش کړ.
نن همهغه مزدوران تر تولو لومړی دخپل آقا له لورې په تېږو ویشتل کېږي کومو چې یې درضایت لپاره ټول ارزښتونه پایمال کړي دي.
دوی پسې دهغو تورمخو مزدورانو وار دی چې دیرغلګرو درضایت لپاره لا هم دخپل ولس سره په دښمنۍ کې ولاړ دي، یرغلګرو ته چوپړ وهي او دګران هېواد ددوامداره اشغال لپاره توجیهات لټوي.
دا ځکه چې نن دی که سبا دی، یرغلګر پوځونه دلته مات دي، او هیڅ مجرم (یرغلګر) نه غواړي دخپلو جرائمو عیني شاهدان، د ژونديو ثبوتونو په توګه، ژوندي او خوندي پرېږدي او په دې خبره تاریخ هم شاهد دی.




