پیو: تر ۲۰۴۰ز کال پورې به اسلام په امریکا کې دویم دین وي

د پیو څېړنیزه موسسه وايي، اسلام په امریکا کې په چټکۍ خپرېدونکی دی او تر ۲۰۴۰ز کال پورې به اسلام په امریکا کې دویم دین وي.
دغه څېړنیزه اداره وايي، په امریکا کې اسلام په چټکۍ خپرېدونکی دین دی او ورځ تر بلې په دغه هېواد کې د مسلمانانو شمېر ډېریږي.
پیو په تازه څېړنه کې ویلي، ۲۲ کاله وروسته به امریکا کې مسلمانان د عیسویانو برابر وي او له یهودو به یې شمېر ډېر شوی وي.
پیو لیکلي، په ۲۰۱۷ز کې په امریکا کې د مسلمانانو شمېر۳،۴۵میلیونه ته رسېده، چې د امریکا د نفوس ۱،۱ سلنه برخه جوړوي؛ خو تر ۲۰۴۰ز کال پورې به مسلمانانو نفوس له یهودانو ډېر شي او دویم اقلیت به وي.
دې ادارې ویلي، امریکا کې د مسلمانانو ډېریدل د یهودانو په پرتله ډېر شوي او اسلام په ډېرې چټکۍ روان دین دی.
د پیو په باور، هر کال به امریکا کې د مسلمانانو شمېر سل زره نفره ډېریږي، چې د نورو ادیانو په پرتله د دوی نفوس مخ پر ودې روان دی.
اوسمهال په ټوله نړۍ کې نږدې ۱،۵ میلیارده مسلمانان اوسېږي، چې ۶۰سلنه یې په اسیا او پاتې ۴۰ سلنه یې په نورو لویو وچو کې استوګن دي.



