د ولسي جرګې غړو دتنخواو او امتیازاتو د زیاتوالي غوښتنه

د ولسي جرګې غړو دتنخواو او امتیازاتو د زیاتوالي غوښتنه وکړه
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۶ فرید افغان)

په هغه مکتوب کې چې د رسنیو لاس ته لویدلی د ولسي جرګې غړو له حکومتي چارواکو غوښتي تر څو د دوی امتیازات دوه چنده شي.
په دې لیک کې د بودیجې او مالي کمیسیون نه غوښتل شوي چې د جرګې د وکیلانو امتیازات او میاشتنۍ تنخوا یې دوه برابره شي او همداراز ورته یو شهرک هم ورغول شي.

 

 

سره له دې چې د ولسي جرګې غړي اوس هم ۲۰۰ زره افغانۍ میاشتنۍ تنخواوې لري، غوښتي چې دا حساب باید نور هم لوړ شي.
په یاد مکتوب کې یوه میاشت وړاندې د ملت استازو له حکومت غوښتي ترڅو له ۴۵۰۰۰ افغانیو نیولې تر ۹۰۰۰۰ افغانیو پورې امتیازي معاش ورکړل شي.
همداراز؛ د کردیت کارتونه چې پخوا ورته ۵۰۰۰ افغانۍ ورکول کیدل اوس باید ۱۰ زرو افغانیو ته لوړ شي.
د تیلو پیسې چې تر دې وړاندې ۱۰ زره افغانۍ ورکول کیدې اوس باید ۲۰ زرو افغانیو ته لوړې شي.
همداراز غوښتل شوي تر څو د ولسي جرګې د دارالانشا برخه پراخه شي، یو رهایشي کمپلکس، د وکیلانو او کارمندانو د ظرفیت لوړوالی اوپارلمان ته د لمریزې بریښنا پروژه باید ورغول شي.

همداراز غوښتل شوي چې مرستیالانو، موتر چلوونکو، او ساتونکو ته یې ۲۵ زره افغانۍ تنخوا اضافه شي.
په دې سربیره د دارالانشاء رسمي مامورانو ته له ۵۰۰۰ افغانیو نیولې تر ۲۵ زرو افغانیو د تنخواو زیاتوالی غوښتل شوی.
په امنیتي برخه کې د کارمندانو تنخوا باید له ۲۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې ډیره شي.
همداراز سل میلونه افغانۍ باید د ولسي جرګې د دارالانشاء قراردادي مامورینو په بودیجه کې زیاتې شي.
دا په داسې حال کې ده چې، دوه ورځې وړاندې د روڼتیا ادارې ویلي و چې د ولسي جرګې وکیلانو په تیرو ۹ کلونو کې ۱۳ ځله بودیجه د خپلو شخصي منافعو په خاطر رد کړې ده.

دا یواځې ولسي جرګه نه ده چې د دولت له بودیجې په هسکه غاړه د مالي فساد غوښتنه کوي بلکې څو ورځې وړاندې همدې جرګې ارګ هم د ۷۰۰۰ کارکونکو په درلودلو سره تورن کړی و، چې میلیاردونه افغانۍ بودیجه یواځې د خپلو زرګونو کارمندانومعاشات ورکوي.
د رسنیو د راپورونو پر اساس له دسترخوان او اعاشې پرته د ولسمشر د سلاکارانو میاشتنۍ تنخوا تر ۱۷ میلیون افغانیو ډیره ده.
چې یواځې د ولسمشر د ۴۸۴ تنو سلاکارانو کلني معاشات له ۲۰۰ میلیون افغانیو اوړي.
همداراز د ولسمشر د میرمنې ‹‹رولاغني ›› د دفتر میاشتنۍ تنخوا دوه میلون دالر ده چې په اوسط ډول دکال تر شل میلیون دالرو ډیرې پیسې ترلاسه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.