(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۶ فرید افغان)
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر ویلي د فلسطین د جګړې په معمولي حل سره به یهودي رژیم په رسمیت وپیژني.
د «قدس الإخباریة» د راپور ترمخه، جبیر د فرانسې یوه تلویزیوني.چینل ته په مرکه کې ویلي؛ په بحرین کې د ۵۵ اسلامي هیوادونو استازو دا تصمیم نیولی او دا به ترسره کیږي.
د ده په خبره؛ موږ له اسرایلو سره په سیمه کې مشترک منافع لرو.
که سعودي اسرایل په رسمیت وپیژني ښایي خپله پلازمینه له امریکا سره یوځای په قدس ښار کې پرانیزي.
د یادونې وړ ده چې امریکایي ولسمشر ویلي، چې په سعودي کې یې خپل سړی واک ته رسولی او نور به په دې هیواد کې تحول راولي.
په سعودي پخوا هم تورونه و، چې له امریکا او اسرایلو سره د دې هیواد خوښه وه ترڅو یهود خپله پلازمینه بیت المقدس ته انتقال کړي















