عزیر اسدخیل
کله چې خمیني له پاریس څخه په کُف او چُف سره ایرانیان تیرویستل او د رضاشاه پهلوي حکومت یې پرې نسکور کړ، او په تعقیب یې په ډیره عجله د فرانسې له تودې غیږې څخه د فرانسې په ستره الوتکه کې ایران ته ورسیدو، نو تیروتلو ایرانیانو یې داسې تود هرکلی وکړ چې ساری یې ډیر کم لیدل کیږي. په دغه هرکلي کې د توده یانو ګوند هم اوږه په اوږه له خلکو سره ولاړ و او پر خمینی یې د ګلانو ګیډۍ شنیدلې.
خو ډیر وخت نه و وتلی چې خمیني د توده یانو د بیخ ویستنې سلسله پیل کړه، توده یان یې داسې وځپل چې تر ننه یې بیا سر پورته نکړای شو، ورپسی یې په سنیانو پسی راواخیسته او سنیان یې دومره وټکول او کمزوري کړل چې نن په منظم ډول په خپلو مسجدونو کې نه په ډاډه زړه اذان کولای شي، نه په جمع لمونځ او نه د جمعې لمونځ او دعوت او ګوند جوړنې او په حکومت کې کار کول خو لا لرې خبره ده.
ورو ورو د خمیني قدرت مخ په زیاتیدا شو او د ایران په ګوټ ګوټ یې منګولې خښې کړې، خلکو د دې په خاطر چې د دین پالنې شعار یې اوریدو د خمینې ملاتړ کاوه، او تل یې دا شعار ورکاوه چې مرګ بر امریکا، مرګ بر روسیا او مرګ بر اسرائیل او نه شرقی نه غربي جمهوری اسلامي!!!!
خو نن همدغه جمهوري اسلامي ایران او د خمیني په لاس جوړ شوی حکومت امریکا، روس او اسرائیل پر ځای پریښودل او لکه د وږو شرمخانو په څیر په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو د وینو د څښلو پسې سرګردانه ګرځي، د سوریې د سنیانو وینې یې وڅښلې، د عراقی د مسلمانانو وینې یې وڅښلې، د یمنیانو په وینو کې ولمبیدل، او بالآخره اوس یې په عربستان پسې راخیستې.
د خمینی جمهوری اسلامي برعکس له روسیې سره وروري پیل کړه، او امریکا سره افغانستان ته په راتلو کې پوره مرسته وکړه، او په اسرائیلو یې تر ننه یو ډز هم ونکړ، بلکې د اسرائیلو په ګاونډ سوریه او عراق کې یې د مسلمانانو له وینو سیلابونه وبهول. خو پر اسرائیلو یې د خولې له ډزو پرته د ټوپک ډز تر اوسه ونکړ.
همدا وجه ده چې نن د خدای تعالې عذاب د ملت د پاڅون په شکل کې ورته د ایران په زړه کې راپورته شو، ایرانیان وپوهیدل چې خمینی او د خمیني بچیان کومه بله مفکوره لري او جمهوري اسلامي یې یواځې د خلکو د تیر ایستلو لپاره یو شعار دی.
ایران په ټوله اسلامي نړۍ کې اور بل کړ خو دادی نو یې ګورو چې په همغه خپل بل کړي اور کې نن په خپله سوزي، و لا تحسبن الله غافلا عما یعمل الظالمون () انما یؤخرهم …

















