عطامحمد نور: د اداري فساد اصلي مرکز د ولسمشرۍ ماڼۍ ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۷) د بلخ پخواني والي او د جمعيت اسلامي اجرائيه رييس عطامحمد نور ادعا کړې، چې ارګ يا د ولسمشرۍ ماڼۍ د اداري فساد تر ټولو لوی او ستر مرکز دی.
د طلوع نيوز د راپور له مخې، نوموړي تېره ورځ يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل: تر ټولو زيات فساد په ارګ ماڼۍ کې شتون لري په وينا داسې اسناد او شواهد لري چې د ملي امنیتي ځواکونو په قراردادونو کې د ميليونونو ډالرو په ارزښت اختلاس او فساد شوی دی.
دغه راز نوموړی وايي، د ملي تدارکاتو کمېسيون د فساد اصلي سرچينه ګرځېدلی او په خبره يې چې د فساد سره د حکومت مبارزه درواغ او هيڅ حقيقت نه لري.
د عطانور په وينا، ولسمشرۍ ماڼۍ د ټولو وزارتونو د عوايدو سرچينې تر خپل انحصار لاندې راوستي او قراردادونه يواځې هغو شرکتونو ته ورکوي چې د ارګ ماڼۍ سره نزدې اړيکې ولري.
د عطانور د وروستيو څرګندونو په اړه تر اوسه د ولسمشرۍ ماڼۍ څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې لا هم د بلخ د ولايت پر سر د ارګ ماڼۍ او عطانور تر منځ لانجې روانې دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ درې اوونۍ مخکې اعلان وکړ، چې د عطانور استعفا يې منلې، خو خپله عطانور بيا وايي چې دی نه د ولسمشر په امر ټاکل شوی او نه يې له دندې د ګوښه کولو توان لري.
د شاوخوا يوې مياشتې په تېرېدو لا هم د بلخ ګوښه شوی والي عطانور د ولايت په رسمي غونډو کې ګډون کوي او رسمي مکتوبونه لاسليک کوي.
له بله پلوه د بلخ نوی والي انجينير داود دغې ولايت ته رسېدلی خو د عطانور له لوري د دندې د اشغالولو اجازه نه ورکول کېږي.



