پکتيا: طالبانو ۱۶ بندي عسکر خوشې کړل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۷) وسله والو طالبانو د پکتيا ولايت مربوطاتو کې په جګړو کې نيول شوي ۱۶ بندي عسکر خوشې کړي دي.
د طالبانو ويندوی ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه عسکر جاني خېلو ولسوالۍ د نيول کېدو پر مهال په جګړه کې د طالبانو له لوري نيول شوي و چې دوه تنه يې مخکې او څوارلس تنه يې اوس له بنده ازاد او خپلو کورنيو ته وسپارل شول.
مجاهد زياته کړې، دغه ۱۶ تنه عسکر يې د سيمه ييزو مشرانو په منځګړتوب، په کلکو ضمانتونو او له ولس سره د اسلامي امارت د ښه چلند په پایله کې خوشې کړي دي.
طالبانو دغو عسکرو ته د خوشې کولو پر مهال يوه يوه جوړه کالي او پنځه زره افغانۍ د کرايي لپاره ورکړي او په خبره يې چې د بيا ځل لپاره د دولت ليکو ته د نه ورتګ غوښتنه ترې شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، هغه افغان عسکر چې واقعيت درک کړي، د کفارو له ملاتړ څخه پښېمانه شي او دا ډاډ رامنځته شي چې دوی بېرته د دښمن ليکو ته نه ورځي، هيڅکله به بنديان نه شي او نه به وځورول شي.
طالبان وخت ناوخت په جګړو کې نيول شوي دولتي عسکرو ته بښنه کوي يا يې د ولسي مشرانو په ضمانتونو خوشې کوي او دولت سره د همکارۍ نه کولو کلکه ژمنه ترې اخيستل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس هم د دولت په زندانونو کې طالبان او د طالب په نوم زرګونه مشکوک افغانان پراته دي، د راپورونو له مخې په منځ کې يې داسې زندانيان هم شته، چې د بند مودې په پوره کېدلو يې مياشتې او آن کلونه هم تېر شوي خو د حکومت له لوري نه دي خوشې شوي.



