محمد نبي په بک باش سياليو کې غوره لوبغاړی وټاکل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۷) د استراليا په بيک باش سياليو کې د افغانستان لوبډلې تکړه لوبغاړي محمد نبي د تېرې ورځې په سيالۍ کې تر ټولو ښه لوبه وکړه او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

په مېلبورن رېنېګېډز لوبډله کې افغان لوبغاړی محمد نبي تر ټولو ښه وځلېد.

نوموړي د ميلبورن سټار لوبډلې په مقابل کې د ۳۰ توپونو په مټ دوه شپږيزې، دوه څلوريزې او ټولې ۵۲ منډې جوړې کړې.

دغه راز محمد نبي ښه توپ اچونه هم وکړه، چې د څلورو اورونو په کولو سره يې يواځې اووه ويشت منډې ورکړې او د مخالفې لوبډلې تکړه لوبغاړی کيوين پيټرسن يې وسوځولو.

سټار لوبډلې مېلبورن رېنېګېډز ته د ۱۵۸ منډو هدف وټاکه خو دوی يوازې د څلور لوبغاړو په سوځېدو په ۱۸ اوورونو کې پوره کړ.

په تېرو لوبو کې محمد نبي ته یوازې یو ځل د توپ وهنې چانس برابر شوی و هغه هم په اتمه شمېره توپ وهنې ته استول شوی وو، خو پرونۍ لوبه کې کپتان ارون فېنچ دی په پنځمه شمېره توپ وهنې ته واستاوه.

بايد وويل شي، چې د بيګ باش ليګ سياليو کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لوبغاړي لوبه کوي، چې تر دې دمه پکې افغان لوبغاړو محمد نبي او راشد خان ښه ځلېدلي دي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button