د ایران او چین د دوو بیړیو د ټکر له امله ۳۲ کسان غرق شوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۷ فرید افغان)

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور تر مخه، د ایران د تیلو یوې بیړۍ د چین له یوې باروړونکې بیړۍ سره د چین په ختیځ کې ټکر کړی چې له امله یې لسګونه تنه سپرلۍ په اوبو کې غرق شوي.
د اناضول خبري اژانس د ایران د نفتو وزیر کسرا نوري له قوله ویلي؛ په دې پیښه کې ۳۰ تنه ایراني او دوه تنه بنګلادیشي وګړي چې د تیلو په وړونکې کښتۍ کې خادمان و، ورک دي.
د نوموړي په خبره،یادې کښتۍ ۱۳۶ زره ټنه ناخالصه تیل جنوبي کوریا ته لیږدول چې د چین له یوې باروړونکې کښتۍ سره چې ۲۱ تنه سپارلۍ او نورسامان یې لیږداوو ټکر وکړ او اور یې واخیست.
وزیر ویلي چې، له ټکر سره سم کښتۍ او واخیست او په یومخیزه توګه له منځه تللې ده او ټول خادمان یې ورک دي.

د آسوشیتدپرس خبري اژانس دچینایي چارواکو له قوله ویلي چې، په دې پیښه کې د چین دبیړۍ ټولې سپرلۍ ژغورل شوې دي
د اژانس په خبره چین د سمندري ځواکونو دبیړۍ په ګډون ۸ کښتۍدپیښې سیمې ته لیږلې دي.
د جنوبي کوریا ساحلي ګارډ هم یوه کشتۍ او یوه الوتکه د پلټنو په موخه سیمې ته استولي دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button