طالبان: تېر دسمبر  مياشت کې ۳۲۰ عسکر تسليم شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۷) طالبان وايي، د تېر ۲۰۱۷م کال په دسمبر مياشت کې ورته د دولت ۳۲۰ عسکر تسليم شوي دي.

د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عسکر د د دوی د (دعوت ارشاد، جلب جذب کمېسيون) په هڅو د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د دولت له نظامي ليکو رابېل او د دوی له پلويانو سره يوځای شوي دي.

طالبان وايي، دغو عسکرو ډول ډول درنې او سپکې وسلې، نظامي توکي، مخابرې او په زياته اندازه مهمات هم له ځان سره ور وړي دي.

زياتوي، چې دغو کسانو ورسره ژمنه کړې چې له دې وروسته به د بهرنيو او دولتي ځواکونو ليکو ته نه ورستنېږي او هيڅ ډول همکاري به ورسره نه کوي.

طالبانو د ملي اردو، ملي پوليسو، اربکيانو او دولتي منسوبينو د تسليمۍ لپاره د (دعوت ارشاد، جلب جذب) په نوم يو کمېسيون جوړ کړی، چې وخت ناوخت ورته د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې لسګونه دولتي عسکر تسلمېږي.

طالبان وايي، يادو تسليم شوي عسکرو ته د دغه کمېسيون د مشرتابه له لوري انعامونه او جايزې هم ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو نن په يوه خبرپاڼه کې ويلي و چې د پکتيا د جاني خيلو ولسوالۍ په جګړه کې نيول شوي څوارلس تنه عسکر يې نن او دوه تنه څو ورځې مخکې خوشي کړي دي.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت امريکاغږ ته  د طالبانو له لوري د څوارلس عسکرو خوشې کېدل تاييد کړي او امريکا غږ ته يې ويلي، چې د عامه نظم دغه ۱۴ پوليس د قومي مشرانو په منځګړيتوب پرته له کومې معاملې تېره شپه خوشې شول او نن ګردېز ته رسيدلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button