سرچینې: په لغمان کې پر داعشیانو د هوایي برید خبر حقیقت نه لري

حکومت د خپلو تبلیغاتو په موخه داخبر خپور کړی هیڅ حقیقت نه لري او یواځې د ادعا تر حده ریښتونوالی لري بس.

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۷ فرید افغان)

تیره ورځ د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و، چې د لغمان ولايت په الينګار ولسوالۍ کې د هوايي بريد په پايله کې د دریو قوماندانانو په ګډون ۱۴ داعش وسله وال وژل شوي دي.
همداراز په حتیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري هم رسنيو ته د پیښې د پخلي ترڅنګ ویلي و، چې په وژل شويو کې د داعش ډلې دوه قومندانان او ۲۰ وسله وال شامل دي.
خو ځایي سرچینې د حکومتي چارواکو ادعاوې په یو مخییزه توګه ردوي او په وینا یې چې، سیمه کې څو بمونه د غرو په درو اورول شوي خو هیچا ته هم پکې زیان نه دی اوښتی.
د دیادې سیمې یو اوسیدونکي کابل ټکی کام ته وویل ‹‹
تېر مازیګر چې بمبار شوی ده دا دې الینګار ختیځ جنوب خواته پرته دره ده چې نورالام دره نومیږي ، دحکومتي چارواکو ادعا، نا سمه ده هیڅ وسلوالې ډلې ته زیان نه دی اوښتی یواځې دغره لمنې بمبار شوې دي››
نوموړی وایی؛ حکومت د خپلو تبلیغاتو په موخه داخبر خپور کړی هیڅ حقیقت نه لري او یواځې د ادعا تر حده ریښتونوالی لري بس.
الینګار دلغمان ولایت یو لویه ولسوالۍ ده چې یوڅنډه دلغمان مرکز او بله يې دنورستان نورګرام ولسوالۍ سره لږيدلی ده په دغه ولسوالۍ کې افغان دولت ۳۰ سلنه حکومتي چاري په مخ بیا یي دشپي له خوانه دغه سلنه نور هم ټیټیږي

دا لومړی ځل نه دی چې افغان حکومت دې رسنیو ته غلط معلومات ورکوي تر وړاندې یې هم په ګڼو مواردو کې داسې ادعاوې کړې چې هیڅ حقیقت یې نه درلوده

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button