هرات: د اداري فساد په تور د ښاروالۍ ديارلس کارکوونکي نيول شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۷) د هرات چارواکي وايي، د دغه ولايت د ښاروالي ديارلس کارکوونکي يې د اداري فساد په جرم نيولي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد رسنيو ته ويلي، د هرات ښاروالۍ د دېرش کارکوونکو د فساد اړوند دوسيې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته استولي، په وينا يې د دغو کسانو له ډلې ديارلس تنه نيول شوي دي.
د فرهار په وينا، نيول شوي کسان د ښار د دروازو د عوايدو راټولولو کارکوونکي او مديران دي، چې د ميليونونو افغانيو د اختلاس په تور نيول شوي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د هرات په ګمرک کې د اختلاس او فساد خبر ورکول کېږي، بلکې تر دې مخکې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو په ګمرکونو کې د پراخ فساد شتون راپورونه ورکول شوي دي.
د راپورونو له مخې، ډيری ګمرکي کارکوونکي په عوايدو کې د ګمرکونو له لوړپوړو چارواکو سره په اختلاس او فساد کې ښکېل دي او په پيسو کې پوره ونډه ورکول کېږي.



