د هغو بهرنیو عسکرو شمیرې چې په رسمي توګه اعلان شوي

تر دې شمیرو پرته امریکا ویلي؛ چې په لنډ راتلونکي کې به زرګونه نور روزونکي او دوه لیواګانې پیاده عسکر چې د هرې لیوا شمیر تر ۵ زرو پورته ده  هم افغانستان ته ولیږي. ترڅو د هغو وسلوالو پرضد جګړه لا تونده کړي چې په افغانستان کې  د دوی د نظامي حضور، فکر او فرهنګ څرګند مخالفت کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۷ فرید افغان)

د طالبانو د نظام له پرزولو راوروسته په هیواد کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د جګړیز ماموریت ۱۷ کاله پوره شول، لا هغسې بمبارۍ، شپینۍ چاپې او ړانده عملیات د افغانستان په ګوټ ګوټ کې روان دي.
د امریکایي چارواکو په وینا تر هغو به دا پروسه روانه وي ترڅو د دوی په اصطلاح ‹‹ترهګر›› یې نه وي مات کړي.
که څه هم ځینې سیاسي او نظامي امریکایي کارپوهان له رسنیو سره په مرکو کې د طالبانو دجګړې پر حقانیت ټینګار ځکه کوي چې په خبره یې پر افغان ولس یې تیری کړی او دا ولسونه دي چې د نړیوالې ټولنې وجود نه زغمي.
ځینې آن معتقد دي چې طالبان یوه ډله، یونظام او یو ګوند نه دی بلکه طالب اوس یو فکر ګرځیدلی چې په نړۍ کې ټول آزادي غوښتونکي یې پرنامه ویاړ کوي.
خو په شعاریزه توګه یې بیا له دې کبله چې د دوی د اساسي اهدافو په مخ کې خنډ دي په مختلفو نومونو یادوي او د دوی پر وړاندې له هیڅ راز وسیلې څخه ډډه نه کوي.
پر امریکا او نړیوالو استخباراتي کړیو دا تور هم دی چې په افغانستان کې یې تر قوي ماتي وروسته اوس خپل کرایي او قراردادي جنګیالي د داعش تر نامه لاندې راوستل ترڅو د هغوی په مټ خپلې موخې تعقیب کړي.
راځئ وپوهیږو چې کوم دولتونه په افغانستان کې څومره عسکر لري
که څه هم جنګي قوتونه هیڅکله خپلې شمیرې په کره توګه نه ابلاغوي خو دا هغه څه دي چې اړوندو هیوادونو پرې اقرار کړی دی.
د ملیتاري مجلې د راپور ترمخه؛ سږکال بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې ۲۱۷۵ عملیات ترسره کړي دي.
امریکا په رسمي توګه منلې چې په افغانستان کې ۱۵۲۹۸ عسکر لري.
د تسنیم خبري اژانس د راپور ترمخه؛ د امریکا او نورې نړۍ عساکر د افغانستان په لاندې ولایتونو کې په جګړو بوخت دي.

د شمال برخه:

حوزه شمال

دشمالي ولایاتو په جغرافیه کې تر شلو ډیر هیوادونه پوځي حضور لري
په بدخشان، بغلان، بلخ، فاریاب، جوزجان، قندوز، سمنگان، سرپل او تخار. ولایاتو کې میشت هیوادونه په لاندې ډول دي

: آلبانیا، اتریش، ارمنستان،بلجیم، بوسنیا ، کروشیا، استونیا، فنلاند، گرجستان، آلمان، هنگري، لتونیا، لوکزامبورگ، مقدونیا، مغولستان، مونټینیګرو، هالند، رومانیا، سویدن، ترکیه او آمریکا هیوادونه شامل دي.

د دوی درسمي شمیرو ترمخه په دې حوزه کې ۶۰۰ نظامیان حضور لري او ښایي تر دې شمیرو څوچنده زیات وي.

دجنوب برخه:

جنوب حوزه

د کندهار، ارزګان، زابل او دایکندي سیمو کې د نړیوالو قواوو دوه ټولي چې د ‹‹ماتوونکي›› او ‹‹ اوسپنیز›› په نامه شهرت لري چې په تیر کې د هلمند ولایت کې میشت و، دنده لري.
هغه هیوادونه چې په دې حوزه کې نظامي حضور لري عبارت دي له؛
استرالیا، بلغاریا آلمان، پولنډ، رومانیا او آمریکا څخه.

د هیواد ختیځه برخه:

د هیواد ختیځه برخه

د کاپیسا، کنړ، لغمان، ننګرهار، نورستان، پنجشیر او پروان. نظامي مسؤلیت د پولنډ او امریکا هیوادونه په غاړه لري.
امریکا ویلي چې په دې حوزه کې ۱۰۰۰ نظامي عسکر لري.

لویدیځه حوزه:

لویدیځه برخه

د بادغیس، فراه، غور او هرات ولایتونو نظامي چارې بیا هم د امریکا په ګډون دا هیوادونه سرته رسوي
آلبانیا، ایتالیا، لیتوانیا، سلوانیا، اوکراین او آمریکا.

د پلازمینې حوزه:

د پلازمینې برخه

دپلازمینې کابل نظامي چارې د دې هیوادونو په لاس کې دي

امریکا، البانیا، آذربایجان، چک جمهوریت، ګرجستان، مقدونیا، ترکیه.

سهیل لویدیځه حوزه
د هلمند او نیمروز ولایتونو نظامي چارې یواځې امریکا مخته وړي چې د رسمي شمیرو تر مخه یې ۱۰۰۰ نظامي عسکر هلته میشت دي.
.
سهیل ختیځه برخه .

د پکتیا، پکتیکا، لوګر، میدان وردګ، غزني، خوست او بامیانو نظامي مسؤلیت هم یواځې امریکا پر غاړه لري چې په رسمي توګه یواځې د ۳۰۰ امریکایي ځواکونو شمیر پکې تائیدوي.

هغه هیوادونه چې د نظامي قوماندانانو ته پوځي زدکړې ورکوي او له افغان ځواکونو سره همکاري او مرسته کوي ، هغوی ته مشورې ورکويپه لاندې توګه دي.

امریکا، استرالیا، کروشیا، چک جمهوریت، ډنمارک، آلمان، یونان، هنګري، رومانیا، سلواکیا، سویډن، ترکیه، او انګلستان
د بهرنیو ځواکونو شمیره چې هغوی یې رسماً مني :

آلبانیا83
آلمان 980
پرتګال 10
ارمنستان 121
یونان 4

رومانیا 587
استرالیا 270
هنګري 90

سلواکیا 38
اتریش 10

ایسلند 2

سلوونیا 7
آذربایجان 94

ایټالیا 1037

اسپانیا 8
بلجیم 62

لتونیا 22
سویدن 25
بوسنیا 55
لیتوانیا21

مقدونیه 39
بلغارستان 92
لوکزامبورگ 1
ترکیه 659

کروشیا 95
مغولستان 120
اوکراین 10
چک جمهوریت 223

مونته‌نګرو 18
انګلیستان 500
دانمارک 97
هلند 100
آمریکا 6941
استونیا 4
نیوزیلند 10
فنلند 29
ناروې 42
ګرجستان 872
پولنډ198
مجموع 13576

تر دې شمیرو پرته امریکا ویلي؛ چې په لنډ راتلونکي کې به زرګونه نور روزونکي او دوه لیواګانې پیاده عسکر چې د هرې لیوا شمیر تر ۵ زرو پورته ده  هم افغانستان ته ولیږي.
ترڅو د هغو وسلوالو پرضد جګړه لا تونده کړي چې په افغانستان کې  د دوی د نظامي حضور، فکر او فرهنګ څرګند مخالفت کوي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button