له ایفونه څو پټې او سالمې ګټې
له ایفونه څو پټې او سالمې ګټې

لاروی
له ایفونه به مو تر اوسه زیاتې ګټې ترلاسه کړې وي، خو هغه ګټې چې څوک ورته د ګټو په سترګه نه ګوري په ایفون کې شته.
له ایفونه سالمه ګټه پورته کول سالم استعمال ته اړتیا لري. د سالم استعمال خبره مو وکړه، د نړیوالې سروې مطابق د ایفون او نورو کمپنیو جوړمبایلونو (ګرځنده) استعمالوونکي څلوېښت سلنه د کار روزګار، اویا سلنه له یوه بله د حال احوال، اویا سلنه د نیټ استعمال، چې په اویا سلنه نیټ استعمال کې څلوېښت سلنه وګړي د نیټ په استعمال سره ایفون یا بل ګرځنده په ناسالمه توګه کاروي.
که ایفون د پاسنۍ تڼۍ پر ځای له لاندینۍ تڼۍ کېکاږئ، بیا ورپسې مینو کیکاږئ، د مالوماتو افشن راځي، چې کیڼ لاس ته ښورولو سره هغه ګټې له ایفونه ترلاسه کولای شئ چې تراوسه مو نه دی ترلاسه کړي.
په ایفون کې مخصوصې آلې نصب شوې دي چې پرځمکه ېې کېږدئ، د هغو له مخې کیڼ لوري ته د ګوتې په راښکلو نورې بېلابېلې آلې راځي، چې دهغو آلو له مخې کله چې ایفون پر ځمکه کښېښوول شي، د باران د ورښت، واورې،د ځمکې څخه د لوړوالي،ټیټ والي ، د هوا د نمۍ، او ….. مالومات ترلاسه کولای شئ.
د ایفون کمپنۍ هڅه کوي چې د ایفون څخه په طب کې زیاته ګټه پورته شي، یانې په روغتیايي برخه کې ایفون هم وکارول شي څو اخیستونکي یې زیات شي.



