خوست: د ولایتي شوراء وکیل «حبیب خان تڼېوال» له بمي چاودنې روغ وتلی

کابل ټکی کام ۱۰لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د خوست ولایت څخه په ترلاسه شوي خبر کې ویل شوي دي چې نن ماسپښین ۱:۳۰بجه د اداري کمپلېکس سره نږدې د خوست-ګردېز پر غاړه د جمهوریت له دروازې سره د خوست د ولایتي شوراء وکیل حبیب خان تڼیوال پر موټر ماین چاودنه شوې ده.
خبر وایي چې له یادې پېښې څخه وکیل حبیب خان تڼېوال روغ وتلی، خو د ده سره په موټر کې دوه تنه وکیلان وژل شوي دي، د تڼېوال درې ساتونکي او ۴تنه نور وکیلان هم ټپيان شوي دي.
د خوست ولایت مقام د دې پېښې د غندنې تر څنګ، د دې پېښې د عاملینو په اړه یې سپارښتنې کړي دي.



