امکان نه لري ، چې امريکا په افغانستان کې له لاسه ورکړی باور ترلاسه کړي

امريکا له افغانستان سره يوځل بيا هغه لوبه وکړه کومه ،يې چې په ۱۹۳۵ کې ور سره کړې وه . د افغانستان سره يې د وسلو کړې موافقې نه انکار وکړ او افغانان يې په ډاګه پرېښودل . روسانو چې افغانستان ته  تر ۱۹۳۵ وروسته يو څه لاره وکړه دافغانستان سره يې په ( ۱۹۴۵ ) کلونو کې دپنځه کلن پلان د يو څه عملي کولو کارونه په خپلو اوږو واخېستل د شمالي ولاياتو د سرکونو ، د ننګرهار د کانال او نورې پروژې چې د مخه پرې يادونه شوې وه ، پر غاړه واخستې. امريکا بيا په سړو اړيکو کې تازه والی راوست خو چې په افغانستان کې روسانو بريد وکړ ؛ امريکا د افغانستان سره د اړيکو او باور ترلاسه کولو ښوروا ګرمه کړه. د کرزي د حکومت دوره کې د کرزي او اوباما ترمنځ يو څه اړيکې خربې شوې چې بيا وروسته عادي حالت ته را وګرځېدې. اوس چې د يوه پلاوي په مشرۍ د مشرانو د جرګې رئيس روسيې ته سفر وکړ او د دوستم  ترسفر وروسته د افغانستان د لوړپوړو چارواکو دويم سفر و؛ ترې ثابته شوه چې د روسانو څخه د افغانستان د امنيت د ټينګښت په نامه وسلې ترلاسه کول ، د امريکا سره د افغانستان د اړيکو او دوستۍ د ښوروا سړښت دی. چې افغانان په اړين وخت کې سره لدې، چې امنيتي تړون هم امريکا سره لاسليک شوي دی؛ خو له حالاتو داسې ښکاري ، چې په افغانستان کې به کورنی جنګ او جګړو ته بيا لاره برابره شي. دافغانستان په اړه امريکا وخت په وخت د جګړو نقشه بدلوي داځل يې چې کومه نقشه  برابره کړې ده ؛ تر تېرو نقشو خطرناکه ده. په تېرو دوو دورو کې چې امريکا افغانان پرېښودل ، دومره تباهي پکې نه وه شوې . هغه وخت افغانانو سره يوازې انګريزي ټوپک چې په ولسي ژبه  ورته غوګور ټوپک ويل کيدل ، د جګړو زور يې دومره زيات نه و ؛ خو اوس چې د نړيوالو او په ځانګړې توګه د امريکا وسلې په افغانستان کې وازمايل شوې ، د افغانستان کورنۍ جګړې به هم د وسلو په باور تباکوونکې جګړې رامنځ ته کړي. دا چې په کابل کې د روسيې سفير اندري ربتيسن افغانانو ته بيا وعده ورکړې، وايي : موږ د تېر دور او خپل يرغل نه سبق موندلی، مونږ بيا د تېر په څېر او يا د امريکا په څېر پر افغانستان بيا يرغل نه کوو . که افغان دولت او ولس وغواړي د نظامي ځوانانو روزنه او اقتصادي ، زراعتي او نورو برخو کې د افغانستان سره مرستې کولای شي. دا مهال روسيې د امريکا د اشغال په مهال چې امريکايي اودنورو بهرنيوهېوادونو پوځونه هم په افغانستان کې موجود دي ۱۲ مليونه ډالره مرسته  کړې ده.  خو چې څومره د افغانستان سره د امريکا د دوستۍ او د باور ښوروا سړېږي هومره روسيه د افغانستان سره ځان نږدې کوي.

روسيه د امريکا سره د تېر وخت په غچ اخيستلو کار کوي ، چې روسانو په افغانستان کې د امريکا په ساړه او وسله واله جګړه ماتې وخوړه اوس روسان غواړي په افغانستان کې په مرستو او په سوريه کې د بمباريو په وسيله د امريکا اړيکې د منځنۍ اسيا سره خړې کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button