هرات: د نامعلومه وسله والو په ډزو دوه تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۸) د هرات امنيتي مسئولین وايي، په دغه ولايت کې د نا معلومه وسله والو په ډزو دوه تنه وژل شوي دي.

د دغې ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده پېښه تاييدوي وايي، دغه کسان د موټرسيکل سپرو وسله والو پر ډزو وژل شوي دي.

نوموړی وايي، برید کوونکي د پېښې له ځايه تښتېدلي خو د نيولو لپاره يې پلټنې روانې دي.

تر دې دمه د دغه بريد پړه چا په غاړه نه ده اخيستی.

په دې وروستيو کې د هرات په ګډون د يو شمير سترو ښارونو امنيتي وضعیت خراب شوی، چې ډیری خلک د غلو، انسان تښتونو او وژنو پېښو اندېښمن کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button