هلمند: طالبانو په پوسته بريد کړی- اته پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۸) د راپورونو پر بنسټ تېره شپه طالبانو د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې په يوه امنیتي پوسته برید کړی، چې طالبان وايي اته پوليس وژل شوي دي.
دغه بريد د يادې ولسوالۍ مربوط د یخچال او سنګین تر منځ کندهار ته پر غزېدلي سړک د ملي اردو عسکرو په يوه پوسته شوی دی.
طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د بريد مسئوليت منلی او په يوه خبرپاڼه کې يې ويلي، په بريد کې ياده پوسته په مکمله توګه ويجاړه شوې او اته تنه عسکر پکې ځای پرځای وژل شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، د بريد په پایله کې طالبانو ته شپږ ميله سپکې او درنې وسلې او په زياته اندازه پوځي توکي او مهمات هم لاسته ورغلي دي.
يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې د طالبانو بريد تاييد کړی وايي، په پېښه کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.



