(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۹ فرید افغان)
د امریکا د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، په ټول تیرکال کې یې په ننګرهار کې ډیر زیان ګاللی او ۸ عسکر یې په دې ولایت کې له لاسه ورکړي.
پنټاګون ویلي چې؛ په ۲۰۱۷ کې یې ۲۱ځواکونه د افغانستان په مختلفو برخو کې وژل شوي چې دا له ۲۰۱۶ کال څخه زیاتوالی ښیي.
که څه هم دجنګي اصولو تر مخه امریکایي ځواکونه دخپلو تلفاتو کره شمیر نه په ډاګه کوي، خو ویلي یې دي چې دا شمیر ځواکونه یې د افغانستان په مختلفو برخو کې له لاسه ورکړي دي .
پنټاګون ویلي؛ په ننګرهار کې یې ۸ تنه وژل شوي امریکایان له وسلوالو سره په مخامخ جګړو، د سړک غاړې ماینونو په چاودنو، د افغان ځواکونو په داخلي بریدونو او په عملیاتو کې د تېروتنې له کبله وژل شوي دي.
امریکا په رسمي توګه ویلي چې په افغانستان کې یې په تېرو شاوخوا ۱۷ کلونو کې لږ تر لږه ۲۴۰۰ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.
چې له ډلې یې ۱۵۰۰ تنه یواځې په جنوبي سیمو له منځه تللي .
بل پلو ځینې نړیوال څارونکي داشمیرې نه مني او زیاتوي چې امریکا په څو چنده تر دې زیات تلفات په افغانستان کې ګاللي دي خو د جنګي اصولو تر مخه چې دا هیواد لا هم په جګړه کې ښکیل دی دتلفاتو کره شمیر نه په ډاګه کوي.


















