(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۹) د خوست اوسېدونکي په دغه ولايت کې د بې کيفيته درملو له زياتوالي شکايت کوي وايي په دې وروستيو کې د بې کيفيته درملو زياتوالی د دې لامل شوی چې ناروغان د روغتيا پر ځای پر نورو ناروغيو کړي دي.
دوی زياتوي، دغه ولايت ته د غير معياري شرکتونو له لوري بې کیفيته درمل واردېږي او په وينا يې چې له دغو شرکتونو څخه په درملتونونو کې ډاکټرانې ځانګړې فيصدي هم اخلي.
دوی ادعا کوي، چې ډېری شرکتونه د درمل جوړولو کمپنيو ته د بې کيفيته درمل جوړلو اډرونه ورکوي او کمپنۍ هم د هغوی د غوښتنو مطابق درمل جوړوي، چې کيفيت يې ټيټ او په ناروغ اغيز نه کوي.
له بله پله د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر حبيب شاه انصاري هم دغه ستونزه تاييدوی وايي، چې د دغې ستونزې د مخنيوي په موخه يې اوس مهال يو ځانګړې ډله جوړه کړې او په کار يې پيل کړی دی.
نوموړی وايي، د بې کيفيته درمل واردونکو او نا ثبت شرکتونو سره به قانوني چلند وکړي.
د معلوماتو پر بنسټ اوس مهال په خوست ولايت کې نږدې اووه سوه درملتونونه فعاليت کوي چې ويل کېږي له نيم زيات يې ناثبت او دغه راز له شپږ اتيا شرکتونو څخه يواځې لس يې ثبت دي او پاتې نور غير قانوني فعاليت کوي.
يواځې دا نه چې د خوست اوسېدونکي د بې کيفيته درملو له زياتوالي څخه سر ټکوي، بلکې د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم تر ډېره حده دغه ستونزه وجود لري، چې د ناثبت شرکتونو او غير قانوني لارو هېواد ته ټيټ کيفيته او تاريخ تېر درمل واردېږي.


















