(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۹) د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د محلي پوليسو په پوسته بريدونه کړي، چې له کبله يې نهه تنه وژل شوي او پوسته د طالبانو لاسته لوېدلې ده.
طالبانو کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره شپه يې د يادې ولسوالۍ مربوط د سلنګسر چوک په سیمه کې د محلي پوليسو په پوسته بريد کړی، په ترڅ کې يې پوسته نيول شوې او نهه محلي پوليس پکې وژل شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې له بريد وروسته ځينې پوليس له سيمې څخه وتښتېدل او د وژل شويو جسدونه لا هم په پوسته کې پاتې دي.
طالبانو د يو رينجر موټر د سوځولو او نهه ميله سپکې- درنې وسلې د نيولو ادعا هم کړې ده، زياتوي په جګړه کې يو طالب ټپي شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د پنجوايي ولسوالۍ په بازار کې په يوه رينجر موټر باندې د ماين چاودنې پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
تر اوسه په دې اړه د ولايت چارواکو څه نه دي ويلي.


















