سرليکنه
هر هېواد چې د خپلو هېوادوالو او ولس د پرمختګ لپاره کومې کاري پرېکړې کوي، په خپلو کې سره مشورې وکړي او د ولس د هراړخيزو ستونزو د حل لپاره يو طرحه جوړه کړي. د همغې طرحې له مخې ټول وزارتونه د قانون په چوکاټ کې د وزارت مسئوليتونه سر ته رسوي.
په افغانستان کې هر څه په بل اړخ دي – حکومت د پرديو (جان کېري) په لاس جوړ، طرحه یې په ٢٠٠١ز کې د بن په غونډه کې پرديو جوړه کړې، د هېواد امنيتي مسايل یې د پرديو په واک کې دي، سوداګري او اقتصاد یې د پرديو تر مرستو تړلى دى، روغتيايي چارې یې د پرديو له لوري پايي، او بهرنۍ چارې (سياست) یې د بهرنيانو په سياست او دريځ پورې ځوړند دى.
دا مهال به په افغانستان کې يو وزارت يا رياست ونه ليدل شي چې کاري طرحه یې پخپله افغانانو جوړه کړې وي. د حکومت له امنيته نيولې تر کرنې او مالدارۍ پورې، هر څه یې په بهرنۍ پاليسۍ او بهرنیو دريځونو تکيه کوي.
که دا بهرنۍ مرستې، دريځونه، طرحې او پلانونه پرې بند شي، بيا نه حکومت شته او نه یې چارواکي. هر څه به په يوه ورځ کې ړنګ بنګ وي، دارګ دوه درځنه مشاورين، د وزارتونو په شمېر وياندویان او مشاورين به یې بهرنيو هېوادونو ته د تيښتې لارې ګوري.
څو ورځې دمخه ټرمپ او حکومت یې د نوې پاليسې په څنډه کې يو شمېر هېوادونو ته غاښونه وچيچل او د خپلو تېرو نظامونو د واکمنو په کړنو یې اعتراف وکړچې امريکا تېرایستل شوې ده، له دې وروسته به پر هغو هېوادونو چې امريکا یې تېرایستې ده پوځې مرستې وځنډوي.
په کابل کې د پرديو په مرسته پر ګړنګ ولاړ حکومت پرې خوښي ښکاره کړه. د کوم هېواد د نوم په نه اخیستلو يې په سپینه ماڼۍ کې وهل شوي ډول ته په نڅا کې وويل: هيله ده چې د امريکا وروستۍ پرېکړې به د سيمې ځينې هېوادونه اړ کړي چې د افغانستان پر وړاندې خپله منفي تګلاره او دريځ بدل کړي.
افغان ولس همدا غواړي چې په افغانستان کې د ګاونډيانو، سيمې او نړيوالو په رښتينې مرسته د تلپاتې سولې په راتګ له څلورو لسيزو راهيسې پر افغان ولس تپل شوې جګړه بنده، او هر افغان په خپل هېواد کې د امن او سکون ساه واخلي. خو د خپل حکومت په پرديو پرېکړو دا ډول خوښي هيڅکله افغان ولس ته خير په ځولۍ کې نه شي اچولای.
عجيبه هېواد او عجيبه یې نظام، چې د بل په دريځ او پاليسۍ پايي، د بل پرېکړې ته ناڅي، او د بل په پرېکړو پايي. په افغانستان کې چې دا ډول نظام، دا ډول چارواکي، او دا ډول بل پورې تړلی حکومت وي، افغان ولس به هيڅ وخت د سولې او امن مخ ونه ګوري.
په يوه هېواد کې چې د ولس په رايه او ملاتړ تګلاره نه وي، سياست نه وي، نظام جوړول نه وي؛ هغه حکومت به داسې حکومت وي لکه د افغان ولس پر اوږو بار، موجوده، د بل په پرېکړو او دريځونو پاېیدونکى حکومت.
ارګ د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د نوې سټراټيژي په اړه خوښي ښوولې چې په سيمه کې به حالات بدل کړي. دا یې هم د سپينې ماڼۍ هغه وينا ده چې په لومړي ځل ټرمپ رسنيو ته کړې وه. او د ټرمپ خبره په خپل ځای ولاړه خبره ده، چې تر پخوا به زيات افغان ولس ته مرګ ژوبله واړول شي، افغانستان به د ګاونډيانو او د سيمې د هېوادونو له همکاريو دومره لیرې وساتل شي چې په سيمه کې به یې يو دوست هم پاتې نه شي، يواځې د امريکا په پرېکړو به پايي؛ د حکومتولۍ څرخ به یې د امريکا په اوبو (مرستو) څرخي، چې کله یې زړه نه وي، نه به ژرنده او نه به یې ژرنده ګړى وي.

















