د نیما انسټیټیوټ کې د نجونو او هلکانو د لیلیې لپاره جوړې دوه ودانۍ پرانیستل شوې

کابل ټکی کام ۱۰لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د نیما انسټيټوټ په انګړ کې د نجونو او هلکانو لپاره د لیلیې د دوو جوړو شویو ودانیو په یوه غونډه کې پرانیستل شوې.
په دغه غونډه کې د پوهنې وزیر اسدالله له نړیوال بانک څخه په مننه وویل چې دوی د دغو پروژو مالي لګښت ورکړی دی.
اسدالله له نړیوالو بنسټونو څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان د ښوونیزو مرکزونو د کمیتې او کیفیتي ودې په موخه خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د پوهنې وزیر همدا راز له زدکوونکو څخه وغوښتل تر څو د نویو ودانیو د وسایلو او تجهیزاتو ساتنې ته په پوره ډول پاملرنه وکړي.
د نیما انسټيټيوټ د لیلیې یادې دوې ودانۍ په دریو پوړونو کې په پاخه او اساسي توګه په څه د پاسه ۷زره مربع متره ځمکه باندې جوړې شوي دي.
د دغې ودانۍ ټول مالي لګښت ۱۴۳میلیونه افغانۍ دی، چې د نړیوال بانک له خوا ورکړل شوی دی.
په دغه ودانۍ کې پر یو وخت ۲۰۰ کسان اوسېدی شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button