طالبانو د کابل د استخباراتو هغه اوازه چې ګواکي د طالبانو مشر په یوه خپل منځي جګړه کې ټپي شوی، رد کړه

کابل ټکی کام ۱۰لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
نن سهار د کابل رسنیو خبر خپور کړ چې د کوئټې کچلاغ نومې سیمه کې د یوی غونډی پر مهال جگړه رامنځته شوه، چې د طالبانو د مشرتابه ملا اختر محمد منصور په ګډون پنځه کسان سخت زخمیان شوي او څلور تنه نور  وژل شوي دي، چې په اړه یې د طالبانو ویاند ښاغلي قاري یوسف احمدي زمونږ همکار ته د ټلیفون له لارې داسې وویل:
«دا پروپاګند مونږ په کلکله ردوو، او دا یو له درواغو ډکه اوازه ده، ځکه چې منصور صاحب په کوئټه کې نشته دی او بل دا چې مونږ د دې خبر د خپرېدو وروسته مالومات وکړل، خو هلته هیڅ کومه داسې پېښه نه ده را منځته شوې، او خپلو ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې منصور صاحب ژوندی دی او خپلې چارې پر مخ وړي»
د یادونې وړ ده چې د طالب جنګیالیو د پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند د وفات څخه وروسته د هغه د وصیت سره سم ملا اختر محمد منصور د هغه ځای ناستی وټاکل شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button