(کابل ټکی کام۱۳۹۶ مرغومی ۱۹ فرید افغان)
د کونړ ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د پاکستان توپچي ځواکونو پر دې ولایت یوځل بیا توغندوییز بریدونه کړي چې یو شمیر ولسي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د کونړ ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند فرید دهقان رسنیو ته ویلي چې توغندي د سرکاڼو ولسوالۍ په کرنیزو فصلونو لګیدلي دي.
د ده په وینا په دې بریدونو کې یو تن وژل شوی او ۸ تنه نور ټپیان دي.
دهقان د ټپیانو روغتون ته دلیږد پخلی کوي، خو د هغوی د روغتیایي حالت څخه ناخبري ښیي.
پاکستان داسې مهال تازه بریدونه کوي چې اونۍ وړاندې د کورنیو چارو وزیر د ولسي جرګې استضاحیه غونډې ته ویلي و، چې پاکستاني مقاماتو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته یې پر افغان خاوره د راکټونو د توغولو او د اغزن سیم د غځولو په اړه اعتراض کړی خو دنتیجې او دهغوی له غبرګون نه یې خبر ورنه کړ.
نوموړي همداراز ویلي و، چې پاکستاني ځواکونو په روان کال کې ۸۸۲۳ د راکټ مرمۍ د افغانستان د ۶ ولایاتو پر ۱۵ ولسوالیو توغولې چې پکې ۹۶ نقطې په نښه شوې دي.
نوموړي وویل؛ د توغول شویو مرمیو له امله د ۵ پولیسو په ګډون ۱۲ افغانان وژل شوي او ۵۰ تنه نور ژوبل دي چې پکې ۳۰ تنه یې یواځې سرحدي پولیس تشکیلوي.
د خلکو په وینا؛ ځایي ادارې یواځې د توغندویزو بریدونو شمیر کوي او مرکزي حکومت یې پر وړاندې د کوم غبرګون اجازه نه ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت خپلو ځواکونو ته امر کړی چې بالمثل ځوابي برید دې هغه مهال ترسره کړي، کله چې پاکستانیانو د افغان ځواکونو امنیتي مراکز تر بریدونو لاندې نیول.


















