(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۹) د افغانستان لپاره د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وايي، په تېر ۲۰۱۷م کال کې نږدې څلورنيم لکه افغانان د نا امنيو او جنګ جګړو له کبله بې ځايه شوي دي.
د اوچا په راپور کې راغلي، تېر کال هره ورځ ۱۲۰۰ کسانو خپلې مينې پرېښې چې د ټولو بې ځايه شويو کسانو شمېر نږدې څلور نيم لکه کسانو ته رسېږي.
راپور زياتوي، تر ټولو زياتې بې ځايه شوې کورنۍ چې شمېر يې يو سل درويشت زره پنځه سوه اته ديرش تنو ته رسېږي په ننګرهار ولايت کې دي، دغه راز نهه ديرش زره پنځه سوه پنځوس کورنۍ په کندز او شپږ ويشت زره نهه پنځوس کورنۍ په بادغيس ولايت کې بې ځايه شوي دي.
په راپور کې له پاکستان او ايران څخه د راستنو شويو افغانانو شمېره هم ښودل شوی او د مهاجرت د نړيوالې ادارې له قوله يې ليکلي چې په تېر کال کې له پاکستان او ايران څخه د قانوني اسنادو نه لرونکي څلورسوه دوشپیته زره درې سوه شپاړس افغانان خپل وطن ته راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په ګڼ شمېر ولايتونو کې د جګړو، نا امنیو او امنيتي وضعيت د خرابوالي له کبله ډیری خلک بې کاره شوي، چې لسګونه زره کسانو خپل هېواد پرېښی او نورو هېوادونو ته په قاچاقي لارو تللي دي.


















