جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

د پوليسو نرۍ لوږه او د وکيلانو چاغ امتيازات

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جنوري 9, 2018
کټګوریانې: تبصرې, مهم
0
16
ځلې شریک شوی
206
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تبصره

د ولسي جرګې وکيلانو  د ١٣٩٧ کال لپاره له حکومته غوښتي چې د دوی اميتازات دې په نوې بودجه کې دوه برابره کړي. هغه مکتوب چې رسنيو ته په لاس ورغلی، ترې څرګندېږي چې که د وکیلانو غوښتنه ومنل شي، د يوه وکيل مياشتني امتيازات به ٩٠ زرو افغانيو ته ورسېږي، چې پکې د وکيل د کور کرايه، د موبايل (ګرځنده) کريډيټ کارډونه، د موټرو د تېلو لګښت، او … شامل دي، تر اوسه لا د وکیلانو غوښتنې ته د هو او نه ځواب نه دى ورکړل شوى.

دا هم ولولئ

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

  که د ولسي جرګې وکيلان دا ډول امتيازات ترلاسه کړي نو په حکومت کې به – بې له قاضيانو او څارنوالانو – پوليس، معلمين او نور کارمندان د پولۍ تړک ته کښېني. د ولسي جرګې وکيلان به د حکومت بودجه يرغمل کړي او د بل حکومتي مامور معاش به په بند معاش اعلان شي.

په هېواد کې د نورو ناانډوليو د له منځه وړلو لپاره د ولس سترګې ولسي جرګې ته اوړي چې د ستونزو په حل کې به یې قدمونه پورته کړي، خو ولسي جرګې د هغه څه غوښتنه وکړه چې په منلو سره به یې د ولس ستونزې لس چنده زياتې شي.

 دا مهال د هېواد تر دوه نيم مليونه زيات وګړي په لوږه ويده کېږي، د هېواد پينځه اويا سلنه وګړي بې کاره ګرځي، له هېواده پنځه ويشت سلنه ځوانانو د اروپايي هېوادونو په لور پښې وایستې – ورځ په ورځ د دې خوار ولس او چاغې ولسې جرګې د وکيلانو د کړنو له امله  د ولس ژوند تريخېږي.

هر هېواد چې د نوي کال لپاره بودجه منظوروي، لومړی پکې د هېواد د فاع، روغتيا، ښوونې او روزنې او … برخو ته پاملرنه کېږي، نه دا چې لومړي سر کې دې د چاغو وکيلانو د لا  چاغښت لپاره امتيازات دوه برابره زيات کړل شي.

د همدې ولس له منځه او په ولسي رايو، دې وکيلانو ولسي جرګې ته لار کړې ده او په بل اړخ کې، د همدې ولس له منځه پوليس په واورين ژمي کې، په خپلو پوستو کې، په لړزېدلو ژامو د یو ناروا او پردي هدف د پوره کولو لپاره شپې سبا کوي. هغوی ته حکومت (دفاع وزارت) خوراک نه شي رسولاى او وکيلان دې غوښن متيازات غواړي.

د تخار ځايي پوليسو ته د شپږو مياشتو راپدېخوا خوراکي توکې نه دي رسېدلي او آن وچه ډوډۍ هم ورته نه ورکول کېږي. پر کومه پوسته چې د جګړې پر مهال پوليسو ته د تيښتې چانس برابر شي، بيا حکومت پوليس ملامتوي چې طالب وسله والو ته تسليم شوي دي.

فرانسوي روزنيزو نظامي استادانو چې په افغستان کې د بن د موافقې په اساس درې نيم لکه روزل شوى افغان پوځ پوره نه کړای شو، هغه وخت د فرانسوي استادانو د افغان پوځ د کم شمېر په اړه دليل دا و چې تر روزنې لاندې د افغان ځوانانو تعليمي کچه ټيټه او زياته برخه نوي ځوانان یې په نشه يي توکو روږدي دي. وروسته دپوليسو په اړه دفاع وزارت وويل چې طالب وسله والو په پوليسو کې نفوذ کړی دی.

اوس پوليسو ته خوراکي توکي نه رسېږي. د تخار پوليس هم د نورستان د پوليسو په څېر د خوراکي توکو د نشتوالي له امله په نرۍ لوږه شپې سبا کوي، خو د ولسي جرګې وکيلان یې د لا چاغښت لپاره د راتلونکي کال په بودجه کې دوه برابره امتيازات غواړي.

مخکینې مطلب

سوريه کې پر روسي پوځي اډو بې پيلوټه الوتکو بريدونه کړي

بل مطلب

خشم بادار 

ځانګړي مطالب

افغانستان

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
خبرونه

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
0

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com