فراه: د پولیسو په ډزو کې د ښوونځي یړ ۱۴ کلن زدکړیال ووژل شو او بل ټپي دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۰ فرید افغان)

د فراه ولایت څخه خبرونه وایي چې د دې ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو پر دوو ځوانانو ډزې کړې چې یو وژل شوی او بل هم سخت ټپي دی.
د عبدالجبار په نامه دسیمې یوه اوسیدونکي رسنیو ته ویلي، پیښه د دې ولسوالۍ په ‹‹نو آباد›› سیمه کې داسې مهال رامنځته شوې چې خلک د ماښام تر لمانځه وروسته له مسجد څخه د راوتلو په حال کې و.
دسیمې خلک وایي په ډزو کې د ښوونځي ۱۴ کلن شاګرد وژل شوی او یوځوان ټپي ده.
د فراه ولایت د امنیت آمر سمونمل ګلبهار مجاهد که څه هم داخبر نه تائیدوي خو وایی چې په هکله به یې له پولیسو څیړنې وکړي.
د فراه ولایت د ځایي روغتون یو ډاکتر پژواک ته ویلي چې د امنیتي ځواکونو په ډزو لګیدلي دواړه ملکیان دي چې د ښوونځي زدکونکی وژل شوی او بل ځوان سخت ټپي دی.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د پولیسو جنایي کړنو یوځل بیا زور اخیستی او له مختلفو ولایاتو یې خلک پر وړاندې شکایتونه کوي.
د پولیسو جنایي کړنې داسې مهال ډیریږي چې د افغان ځواکونو اعلی سرقومندان تیره ورځ په دولتي او نظامي ادارو کې د واسطو او رشوتونو پرسر له مقرریو سر وټکاو او څرګنده یي کړه چې، که څوک په واسطه یا رشوت مقرر شوی وي یا به غل او یا هم په نورو جرایمو کې به ښکیل وي.
په داسې حال کې چې د افغانستان غوڅ اکثریت مقررۍ په واسطو او رشوتونو ترسره شوې دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button