کابل ټکی کام ۱۰لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د افغانستان د شفافیت د څار سازمان اجرئیوي رئیس ښاغلي سید اکرم افضلي نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل: «د کورنیو چارو او دفاع وزارت په استخدام کې د فساد موجودیت د هېواد په کچه د امنیتي ستونزو د ډېرېدو سره مخ شوې»
دا په داسې حال کې چې ښاغلي سید اکرم د شفافیت د نړیوال سازمان وروستی راپور وړاندې کاوو وویل، د دوی نویو څېړنو ښودلې ده چې په دغه هېواد کې تر نورو ادارو په امنیتي ادارو کې د فساد کچه زیاته لوړه شوې ده.
سید اکرم زیاته کړه، کله چې افغان حکومت د فساد مخه ونیسي، نو نړیواله ټولنه به د دوی سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ده دا هم وویل چې نړیوال هم ډېره دا غوښتنه کوي چې افغان حکومت دې د فساد مخنیوی وکړي.
د یادونې وړ ده چې افغان حکومت په دې نه دی توانېدلي چې تر څو د دې پدیدې مخه ونیسي.
















